کارپوهان: روسیه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي

د روسيې یوې معتبرې ورځپاڼې " ایزویستیا" لیکلي، چې افغانستان په داسې یو بحراني شرایطو کې یوازې د حامد کرزي په شان شخص ته ضرورت لري.

ورځپاڼې زیاته کړې، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی کولی شي، چې افغانستان وژغوري او روسي چارواکي د هغه ملاتړ کوي.

سیاسي شنونکي اکبرجان فولاد سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه د اساسي قانون سره په ټکر کې دی او هر هیواد، چې داسې یو کار کوي، هغه د افغانستان دښمن دی.

فولاد زیاتوي، د سیمې هیوادونه تل هڅه کوي، چې د افغانانو ملي ګټې په خطر کې واچوي او پر وینا يې د روسیې دا ډول څرګندونې د دوی د دوه مخي سیاست څرګندونه کوي.

په همدې حال کې، سیاسي شنونکی لطیف نظري وایي، یو لوی پلان په سیمه کې د پلي کیدو په حال کی دی، چې موخه یې د ناټو له سیاست والو او په سیمه کې یې د متحدینو سره مقابله ده.

د نظري پر وینا، روسیه په سیمه کې د داعش ډلې فعالیت د غرب دسیسه بولي او ترڅنګ یې کرزی په سیمه کې د غرب مخالف کس بولي او په دې باور ده چې د هغه په ملاتړ سره به، وکولی شي چې د داعش ډله پرې نه ږدي، چې منځنۍ اسیا ته لاره پېدا کړي.

نظري زیاتوي، روسیه په دې باور دی، چې د غرب او افغانستان په یووالي کې د روسيې ملي ګټې له خطر سره مخ کېدای شي.

شنونکي ټینګار کوي، چې د روسيې د چارواکو خبرې د هیواد په اوسني حالت کې د دې ښکارندویي کوي، چې روسیه غواړي په سیمه کې خپل ځواک زیات او تر ډیره په هغو هیوادونو کې خپل نفوذ ډیر کړي، چې له امریکا سره متحد دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام