په بلخ کې یوه زوم خپله خواښې په لاسي بم وژلې

د راپورونو له مخې د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د کورني تاوتریخوالي له وجې د مېړه څخه د یوې نجلۍ طلاق اخیستل د دوی د سر په بیه تمامه شوه.

د معلوماتو پر بنسټ، کله چې د نجلۍ د کورنۍ غړي په ټکسي کې سپاره وو، نو په ټکسي کې د زوم له خوا لاسي بم اچول شوی، چې په نتیجه کې يې ۲ تنه وژلي او ۳ نور يې د دوو ښځو په ګډون ټپيان کړي دي.

په وژل شویو کې د زوم خواښې او ټکسي چلوونکی هم شامل دي.

د بلخ امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالو له امله رامنځ ته شوې.

امنیتي مسوولین وايي، چې د نجلۍ د کورنۍ غړي د طلاق اخیستو په موخه د څارنوالۍ په لور روان وو.

د بلخ امنيې قوماندانۍ ویاند شیرجان درانی وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دراني زیاتوي، چې د پېښې عامل له سیمې تښتېدلی، خو د پولیسو له لوري پېژندل شوی دی او په وینا يې ډېر ژر به و نیول شي.

له بل لوري د دغې کورنۍ یو تن غړی نجیب الله سلام وطندار ته وویل، چې دوی څارنوالۍ ته د طلاق اخیستو په موخه ورتلل، چې موټر ته د نجلۍ د میړه له خوا لاسي بم ورګوزار شو.

له بل لوري د مزارشریف سیمه ییز روغتون سرطبیب نورمحمدفیض وايي، چې له پېښې وروسته دوی ته درې ټپيان د درملنې په موخه ور وړل شوي دي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالو ګراف لوړ شوی دی.

تېره ورځ  په فاریاب کې هم نامعلومو وسله والو د دغه ولایت خواجه سبز پوش ولسوالۍ په ینګي کلا سیمه کې له یوې ۲۵ کلنې مېرمنې څخه سر غوڅ او وروسته يې بیا بدن په چاړه سوری سوری کړی و.

دغه ۲۵ کلنه مېرمن فوزیه نومیده او د سیمه ییزو چارواکو پر وینا، په زیات احتمال سره دغه کار د فوزيې د خسر او مېړه له خوا شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام