ریو المپیک سیالۍ له پرانیست غونډې مخکې پیلیږي

د بي، بي، سي د راپور له مخې، د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالۍ به نن شپه له رسمي پرانیستې وړاندې په فوټبال لوبو سره پیل شي.

د نن شپې په ښځینه فوټبال سیالیو کې لومړی سوېډن له سویلي افریقې سره د افغانستان په وخت ماښام ۸ بجې او ۲۰ دقیقې په برازیل کې د لوبې ډګر ته وځي.

دغه راز په ورپسې لوبو کې به کاناډا له اسټرالیا، برازیل له چین، زمبابوې له جرمني او امریکه له نیوزیلینډ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګ ته ووځي.

د نارینه برخې فوټبال سیالۍ به سبا پیل شي، چې په لومړۍ لوبه کې د عراق فوټبال ملي لوبډله له ډنمارک فوټبال ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

ټاکل شوې، د روان کال په سترو ریو المپیک سیالیو کې به ۱۶ نارینه فوټبال ملي لوبډلې او ۱۲ ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په بېلابېلو ګروپونو کې د "سرو زرو، سپینوزرو او د ژیړو" مډالو ګټلو له پاره سیالي وکړي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د برازیل په کوربتوب په ریو المپیک سیالیو کې برازیل، سویلي افریقه، عراق او ډنمارک په لومړي، سویډن، کولمبیا، نایجیریا او جاپان په دویم، فیجي، سویلي کوریا، مکسیکو او جرمني به دریم، او هونډراس، الجزایر، پرتګال او ارجنټاین بیا په څلورم ګروپ کې شامل دي.

همدارنګه د ښځینه برخې په سیالیو کې به ۱۲ لوبډلې په ۳ ګروپونو کې لوبې وکړي، چې برازیل، چین، سویډن او سویلي افریقه په لومړي، کاناډا، اسټرالیا، زمبابوې او جرمني په دویم خو امریکه، نیوزیلینډ، فرانسه او کولمبیا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې بیا په دریم ګروپ کې لوبېږي.

په تېر ۲۰۱۲ کال لندن المپیک سیالیو کې مکسیکو په نارینه او امریکې په ښځینه فوټبال سیالیو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي وو، چې د سږ کال په ریو المپیک سیالیو کې به له خپلو اتلولیو دفاع کوي.

د روان کال المپیک سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ د برازیل په ریو ښار کې پیل شي، چې نږدې ۱۰ زره لوبغاړي په ۲۸ بېلابېلو ورزشي رشتو کې لوبې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام