
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک سلام وطندار ته وویل، چې نن سه شنبه(جولای ۲۷مه) شاوخوا ۸۰۰ سرتېري د یادې ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي او ډېر ژر به د مخالفینو له ولکې د ځينو سیمو د بېرته خلاصولو له پاره عملیات پېل کړي.
د نوموړي پر وینا، په دې سرتېرو کې د ملي امنیت، ملي پولیسو، ملي اردو او عامه نظم قطعات شامل دي.
هغه وايي، چې ۲۰۰ سرتېري يې مخکې لېږلي و او ۵۰۰ تنه نور يې نن ور رسېدلي، چې ۱۰۰ ورسره د کمانډو سرتېري هم مله دي.
عمر ځواک زیاتوي، چې د هلمند نادعلي ولسوالۍ ځينو سیمو ته له تېرو درېيو ورځو راهیسې وسله واله طالبان ورغلي او په ځینو سیمو کې يې جګړې هم کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دولتي سرتېرو په یو شمېر سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې له وجې شاتګ ته مجبور شوي دي.
په دغو سرتېرو کې، ضربتي، زمیني او کمانډو سرتېرې شامل دي.

د یاد ولایت د والي ویاند وايي، چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو په یو شمېر سیمو کې بریدونه هم ترسره کړي، چې د دې ولایت په نادعلي او مارجې ولسوالیو کې يې شاوخوا ۴۰ د دولت مخالفین وژلي دي.
د عمر ځواک پر خبره، ۱۵ تنه ددولت وسله وال مخالفین په نادعلي او ۲۵ تنه نور په مارجې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
ځواک وايي، چې له تېرو درېيو ورځنیو جګړو راهیسې ۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې تر اوسه سلګونه کورنۍ له نادعلي ولسوالۍ کډه شوي هم دي.





