د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وزیره سلامت عظیمي نن (دوشنبه) په کابل کې د نشه يي تو کو د مبارزې نړیوالې ورځې او پر ضد یې د یوموټي کېدو تر سرلیک لاندې غونډې ته وویل، چې د ۲۰۱۵ز کال د شمېرو له مخې د ۳،۶ میلیونو روږدو کسانو له ډلې ۸۵۰ زره یې مېرمنې او ۱۱۰ زره نور یې ماشومان دي.
په دې غونډه کې د ولسمشر مېرمن بي بي ګل او د کابینې یو شمېر غړو ګډون کړی وو.
له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې وویل، چې کورنی تاوتریخوالی، وژنې، د وجود د غړو پرې کول، درانه او جبري کارونه، دماشومانو خرڅول، ناوړه اقتصادي، فرهنګي، ټولنیز او ارثي شرایط هغه لاملونه دي، په هېواد کې یې د روږدو کسانو شمېر زیات کړی دی.
په دې غونډه کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وايي، چې په کورنیو او ټولنه کې د روږدو کسانو ګوښي کول، دوی د جنایت کارانو لیکو ته ورولي.
نوموړې وايي، چې موږ باید له دغو کسانو سره مرسته وکړو نه، دا چې ویې رټو.
له بل لوري د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند وویل، دغه وزارت به له نشه يي توکو او روږدې کېدو د مخنیوي په برخه کې په یو مضمون کار وکړي.
اوسمهال په ټول افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۱ مرکزونه فعالیت کوي او ټاکل شوې، چې ۱۸ نور مرکزونه هم جوړ شي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق وايي، په هېواد کې د نشه یي توکو د درمنلې د مرکزونو زیاتېدل دا ښي، چې حکومت د کوکنارو د له منځه وړلو، د کاري زمینې په برابرولو او په دې برخه کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو په برخه کې بریالی نه دی.