بشري حقونه: په افغانستان کې د کم عمره جبري ودونو کچه زیاته شوې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې په ۱۳۹۴م لمریز کال کې د کم عمر ۲۳۵  ودونه دوی ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ ځله زیاتوالی په کې لیدل کیږي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رېیسې سیما سمر د یکشنبې په ورځ (جولای ۱۷مه) د "ماشومانو د ودونو مخنیوي" تر نوم لاندې خبري غونډې ته وویل، چې په هېواد کې د کم عمره او جبري ودونو پیښې زیاتې شوې دي.

نوموړې زیاته کړه:" په ۱۳۹۲م ز کال کې ۲۲۷ کسان وو په ۱۳۹۳، ۲۲۵ کسان او په ۱۳۹۴ کال کال کې ۲۳۵ کسانو ته رسیږي، چې ټولې دوسیې په نجونو پورې تړلې دي."

د هغې پر وینا، کېدای شي، چې دغه شمېره له دې هم زیاته شي.

میرمن سمر وايي، چې د پرمختللو هیوادو په پرتله په وروسته پاتې هېوادو کې د ماشومانو او جبري ودونو پیښې زیاتې وي.

سیما سمر زیاتوي، کورنۍ د خپلو ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي چې یوه بیلګه یې د ماشومانو ودونه دي، چې د کورنیو له پاره جدي خطرونه هم لري.  

په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمشنر عبدالرحمان هوتکي خبري غوندې ته وویل، چې جبري ودونه په اسلام کې ځای نه لري او کورنۍ د شخصي ګټو په موخه خپل کم عمره ماشومان دغه کار ته اړ کوي.

له دې ټولو سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غواړي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي منع کولو قانون کې تعدیل راوستلو ترڅنګ په دې برخه کې خپلې کړنلارې پلې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام