د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پخوانی هندي توپ وهونکی (بېټسمین) لال چند سیتا رام راچپوت د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی.
نوی روزونکی د کرکټ بورډ د اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له لوري د هندوستان په پلازمېنه ډهلي کې د یوې رسنیزې غونډې پرمهال معرفي شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نوی هندي روزونکی له څېړنې او ازموینې وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی.
کرکټ بورډ زیاتوي، چې ۵۴ کلن راجپوت له دې مخکې د هندوستان ملي، الف، ۱۹ کلنې او ۲۳ کلنې کرکټ ملي لوبډلو د روزنې ترڅنګ د هندوستان په ملي کرکټ اکاډومي کې د روزنې دنده هم ترسره کړې، چې په دې وروستیو کې دهندوستان د کرکټ ملي لوبډلې روزنې ته هم نوماند وو.
افغان کرکټ بورډ ویلي، لال چند راجپوت یې د ۴ هندي روزونکو له ډلې او همدارنګه د پاکستاني محمد یوسف، انګلستاني پال نیکسن، هندي محمد کیف، سریلانکایي چمنداواس، ویسټانډيزي کوري کولیمور او د سویلي افریقا هرشل ګبز له ډلې غوره کړی دی.
کرکټ بورډ وایي، نوی روزونکې به د اوس له پاره یوازې د اروپا په اوږد سفر کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره ملګرې وي او د اروپا په سفر کې به ورسره د اوږد مهاله تړون خبرې وشي.
د ملي لوبډلې نوي ګومارل شوي روزونکي لال چند سیتارام راجپوت رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دی د افغان کرکټ سره د سترو پرمختیایي پروګرامونو په رڼا کې د کار تابیا لري.
د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته پاکستاني روزونکي انضمام الحق افغان کرکټ ملي لوبډله د ۶ میاشتو روزنې وروسته د تړون څخه په سرغړونې په نیمه لار کې پرېښوده.