د افغانستان ۲۶ کسیزه کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته رسېدلې

افغان کرکټ ملي لوبډلې د اروپا سفر له پاره په هندوستان کې د وېزو اخیستلو ترڅنګ خپل رسمي تمریناتي کمپ هم پیل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پیل شوی روزنیز کمپ به د دوو اونیو له پاره د هندوستان په (ګرېتر نویدا) کرکټ لوبغالي کې روان وي.

افغان کرکټ بورډ د کرکټ د اصولو خلاف هندوستان ته د لېږل شوې ۲۶ کسیزې لوبډلې نوملړ رسنیو ته نه دې سپارلی.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه زیاتوي چې، په دې روزنیز کمپ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۲ پخواني لوبغاړي رییس احمدزی او دولت احمدزی د روزنې چارې په غاړه لري.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې د هندوستان تمریناتي کمپ موخه یې راتلونکې میاشت د سکاټلیند او ایرلینډ خلاف یو ورځنیو او د هالینډ خلاف ۴ ورځنیو مهمو "انټرکانټینینټل جام" سیالۍ ته چمتووالی دی.

د کرکټ بورډ خبرپاڼه لیکي، چې د اروپا سفر له پاره د هر اړخیزو تیاریو په موخه ملي لوبډلې ته په هندوستان کې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

افغان کرکټ بورډ په داسې حال کې په ډېر کم وخت کې د اروپا سفر له پاره په هندوستان کې تیاری پیل کړی، چې د دواړو هېوادونو اوسنۍ هوا توپیر لري، چې په اروپا کې اوسمهال یخني او په هندوستان کې د سختې ګرمۍ زور دی.

ټاکل شوې ده، افغان کرکټ ملي لوبډله د روانې (جون) میاشتې په وروستیو کې اروپا ته سفر وکړي، چې لومړې به د (جولای) په ۴ مه نېټه له سکاټلینډ سره لوبه وکړي، ورپسې به ایرلینډ ته سفر وکړي او بیا به دغه اوږد سفر هالینډ سره په څلور ورځنۍ سیالۍ پاې ته ورسوي.

تر اوسه پورې د کرکټ بورډ لوړ پوړو چارواکو د سفر په اړه کره اسناد نه شته خو داسې ویل کېږ، چې د کرکټ بورډ چارواکو یو ځل بیا د پخوا په څېر د اروپا سفر له پاره د سفر تیاری نیولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام