د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۶ نور سخت ټپيان دي.
د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري وايي، چې تېره ورځ (جمعه جون۳مه ۲:۳۰ دقیقې) یو ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی موټر، چې له کابل نه هرات ته روان و، د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ د " پل خنجانک" په سیمه کې چپه شوی دی.
نوموړی پورته د ذکر شویو شمېرو د تایید ترڅنګ وايي، چې ټپيان د هرات سیمه ییز روغتون، د فراه ولایت د ملي اردو کلنیک او د نیمروز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د فراه د والي ویاند وايي، چې د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.
له بل لوري د هرات سیمه ییز روغتون مسوولین هم وايي، چې دوی ته راوړل شويو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ دی.
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د ترافيکي قوانینو نه مراعتول، بې حده د موټرو تیز چلول او نور د دا شان حوادثو د پېښېدو لامل کيږي.