افغانستان کې د برېښنا کمښت له امله ۸۰ میليارډه ډالره پانګه بهر تللې

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، چې په هېواد کې د برېښنا نشتوالي له وجې تر اوسه په بهرنيو هېوادونو کې له ۸۰ میلیارډه ډالرو زیاتې پیسې په بهرنيو هېوادونو کې پانګونه شوې.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد نن سې شنبه (می ۲۴مه) کابل کې د افغانستان بریښنا شرکت د رېیسانو شپږمې غونډې ته د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې د خصوصي سکټور پر وړاندې مالیاتي ادارې یو له لویو ستونزو بلل کيږي.

مراد زیاته کړه، د بریښنا نشتون له امله د افغانستان خصوصي سکټور نه شي کولای چې له بهرنیو هېوادونو خپله ۸۰ میلیارده ډالره پانګه بېرته راوړي، ځکه د نوموړي پر وینا، د دوی ټول کار که هغه صنعت وي یا بل هرڅه د برېښنا شته‌والي پورې اړه لري.

دغه راز د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد  په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پانګونې پر وړاندې مالیاتي او اداري سیسټم هم له لویو ستونزو ګڼي.

مراد وايي، چې بریښنا په هېواد کې د پرمختګ ترټولو بنسټيز شرط دی چې د هېواد خصوصي سکټور سره په همکارۍ د هېواد په اقتصادي حالاتو کې مثبت بدلون راوستی شي.

که څه هم وزیر په افغانستان کې د بریښنا بیخبناو ته هیله مند دی، خو ټینګار کوي " موږ لاهم د هغې ورځې ډير لرې یو چې افغانستان پوره د بریښنا څښتن وي، هر کور او هره فابریکه بریښنا ولري."

د اقتصاد وزیر د بریښنا شرکت له مسوولینو وغوښتل، چې خپل کارونه په ريښتينولي ترسره او دغه سکټور له فساده وژغوري.

نوموړي دا هم وویل، چې د بریښنا ۲۹ بندونو جوړول د افغان حکومت د اقتصادي پروګرامونو په لومړیتوب کې ځای لري.

په همدې اړه د افغانستان بریښنا شرکت رېیس قدرت الله دلاوري وايي، چې په دې کلنۍ غونډه کې د هېواد ۳۴ ولایتونو رېیسانو ګډون کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې" په دې غونډه کې د بریښنا لوی او کوچني تړونو ارزونې برسېره د بريښنا پر وړاندې شته ستونزو له پاره د حل لارې چارې ولټوي."

د برېښنا شرکت رېیس قدرت الله دلاروي وویل، اوسمهال ۴۰۰ میګاواټه برېښنا له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه هېواد ته واردوي.

یاده دې وي، چې اوسمهال په ټول هېواد کې یوازې پلازمېنه کابل د نورو ولایتونو په پرتله د نسبتاً منظم برېښنا درلودونکی دی، چې هغه هم په ژمي کې د مصرف زیاتېدو له امله ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تولید او وارد شوی برېښنا ورته کفایت نه کوي او باید له ۷۰۰ څخه تر ۸۰۰ میګاواټو پورې زیاته شي.

نو له همدې امله د برېښنا شرکت هم مجبوريږي، چې برق د شپې له خوا په نوبتي شکل کورونو ته ورکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام