د کابل ـ تخار لویې لارې تښتول شويو مسافرو ۳۵ تنه لا هم له طالبانو سره یرغمل دي

طالبانو نن (سه شنبې) د سهار په ۵ بجو د علي اباد – کندوز مسیر د شینې تپې په سیمه کې له ۴ موټرو ۱۸۵ تنه مسافر برمته کړي دي.

د کندوز ولایت د امنیت امر معصوم هاشمي وايي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې یوازې ۳۵ تنه مسافر له طالبانو سره پاتې شوي دي او نور یې ترې ازاد کړي دي.

د امنیت امر وايي، چې د یرغمل نیولو انګېزه تر اوسه معلومه نه ده او زیاتوي، چې هرومرو به دغه مسافر د طالبانو له منګولو وژغوري.

نوموړي همدا ډول وویل، چې "طالبان د دغو مسافرو د وژلو نیت لري".

دی وايي، چې د برمته شویو مسافرو د لېږدولو پر وخت ۱۴ تنه یې وژل شوي دي.

د کندوز د امنیت امر وايي، چې دغه مسافر له کابله د تخار په لوري روان وو.

ویل کېږي، چې زیات شمېر مسافر د تخار او بدخشان اوسېدونکي دي.

د تخار ولایت د پولیسو د امنیت امر په خبره، طالبان هڅه کوي، چې دغه مسافر چهاردرې ولسوالۍ ته ولېږدوي.

د برمته شویو وګړیو په ډله کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام