
د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې د میلمه پاکستانۍ حبیب بینک لوبډلې خلاف اخر هم د خپل کوربتوب زور وښود.
حبیب بینک لوبډله کابل ته د سیالیو په موخه راغلې ده چې د نیږدې ۲ اونیو راپدېخوا د لومړي ځل له پاره د افغان لوبغاړو په وړاندې په کابل کې په بالینګ او بیټینګ کې تسلیم شوه.
یاده لوبډله په ۲مه څلور ورځنۍ لوبه کې د احسان الله جنت د سلیزې او دغه راز د طارق ستانکزي د نیمه سلیزې په وړاندې بې ځوابه وه او نن (چهار شنبه) یې د افغانستان د ځوان بالینګ په بیټینک کې پښه نه وښوېده.
د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې لخوا د ۳۹۴ منډو په ځواب کې یاده لوبډله یواځې په ۱۵۰ منډو وسوځیده چې ان ټیسټ کرکټرکپتان عمران فرحت هم ونه ژغورله.
د افغانستان له پاره د توپ وهونکو د کامیابیدو وروسته شرف الدین اشرف، سید شیرزاد او ظاهرخان په بالینګ کې ښه وځلیدل، چې۴ او درې، درې ویکټې یې ترلاسه کړې.

افغان پرمختیایي کرکټ لوبډلې بیا په دویم وار د څه باندې ۲۰۰ منډو مخکیوالي سره سره له موقعې ښه ګټه پورته نه کړای شوه او د دویمې ورځې ترپایه یې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د راستنیدو چانس کې پخوانی کپتان نوروزمنګل ښه ونه ځلید چې په لومړي وار په ۹ او په دویم وار په ۵ منډو وسوځید، خو وبه کتل شي چې سبا افغانستان په څوو منډو بسنه کوي او حبیب بینک لوبډلې ته د سیالۍ ګټلو په موخه د څومره منډو هدف ږدي.
ددی وړاندې په لومړۍ ۴ ورځنۍ لوبه کې حبیب بینک لوبډلې د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې خلاف ښکلې لوبه کړی وه او د دوه اړخیزه کاکردګیو وروسته لومړۍ لوبه په مساوي توګه پاې ته رسیدلې وه.
په دویمه ۴ ورځنۍ لوبه کې د افغانستان د بیټیک او بالینګ بریالي کیدو وروسته داسې معلومیږي چې په ۲ مه روانه څلور ورځنۍ سیالۍ کې د ګټوونکي لوبډلې اعلان حتمي دی؛ چی ورته د ځوان کپتان احسان الله جنت په کپتانۍ کې د افغانستان پرمختیایي کرکټ لوبډلې تله درنه ښکاري.





