ناصرجمال له ځانه د ورور ټاپه لرې کړه

ځوان منځنی بیټسمین ناصرجمال د شته استعداد سره سره بیا هم په کرکټ بورډ کې د نوموړي د ورور پخواني کپتان رییس احمدزي د شتون له کبله د مخکې تګ چانس نشو ترلاسه کولای، خو اوس یې په خپله وروستۍ تاریخي لوبې غبرګې سلیزې سره په خپل مټ دغه ټاپه له ځان څخه لرې کړه.

ناصرجمال په کابل الکوزي کرکټ نړیوال لوبغالي کې د پاکستانۍ حبیب بینک لوبډلې خلاف په ۴ ورځنۍ سیالۍ کې وښوده، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له پاره د لوبېدو په موخه پوره چمتو دی او د خپل ورور رییس احمدزي په ګډون هیڅ کومې واسطې ته اړتیا نه لري.

که څه هم د ډیرو کرکټ مینه والو په اند رییس احمدزی په افغان کرکټ بورډ  کې ډیر ځواکمن کس شمېرل کیږي، خو ناصرجمال تراوسه د شته استعداد سره سره یواځې په ۱ څلور ورځنۍ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره لوبېدلی دی.

ناصرجمال احمدزي په ۲۰۱۴ م ز کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې د کپتانۍ او افغانستان ته د بهترینه ۷ م مقام ګټلو وروسته په همدې کال د لومړي ځل له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه د زمبابوې خلاف په لومړۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه کې راښکاره شو.

د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان منځني ښي لاسی بیټسمین او "لیګ بریک ګوګلي بالر" ناصرجمال احمدزي پرون د خپل کرکټ ترټولو بهترینه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

ناصرجمال احمدزي د افغانستان پرمختیايي کرکټ لوبډلې په ګټه د پاکستانۍ حبیب بینک لوبډلې خلاف غبرګه سلیزه ۲۰۵ منډی جوړې کړې او هغې ستونزې ته یې د حل له پاره پیدا کړه، چې ګواکې زیاتره وخت د ښه لوبېدو وروسته په اسانۍ خپله ویکټ له لاسه ورکوي.

احمدزي ۵۵۱ دقیقې لوبه ترسره کړه، چې د حبیب بینک لوبډلې له خوا د ۱۱ بالرانو پر وړاندې ېې لوبه وکړه، چې په ۳۴۰ بالونو د ۲۲ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مټ ۲۰۵ منډې جوړې کړې او بیا په درېیمه ورځ د حسن رضا له خوا بولډ اوټ شو.

د نوموړي د حوصلې ډکې او اوږدې لوبې له کبله د دواړو افغانستان پرمختیایي او حبیب بینک لوبډلو ترمینځ سیالۍ په وروستۍ ورځ برابره پای ته ورسیده.

ټاکل شوې ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکو ۲ میاشتو کې له سکاټلینډ او ایرلینډ سره د نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو وروسته له هالینډ سره د (انټرکانټینینټل جام) څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره کړي، چې ورته ځوان جمال ښه استعداد وښود او دغه سفرله پاره یې د غوره کیدو چانسونه زیات شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام