
د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د ځېنو وکیلانو په لفظي شخړو واوښته.
په دغه غونډه کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل، چې د ټوټاپ پروژې د برېښنا مزي به د سالنګ له لارې تېريږي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي، چې ۱۴ ولایتونه د بامیانو او دایکندي ولایتونو قرباني شي.
سلیمان خېل زیاته کړه، چې بامیانو ته د برېښنا ورکولو سره مخالف نه دی، خو په وینا يې که پر سرور دانش، کریم خلیلي او محمد محقق هر حالت راځي، نو دا مزي به د سالنګ له لارې تېریږي.
د ولسي جرګې غړي محمود خان سلیمان خېل تور پورې کړ، چې د ټوټاپ پر ضد روانو ناندریو تر شا د ایران او پاکستان استخباراتي کړۍ کار کوي او دغه دوه هېوادونه غواړي اوس د ولسونو ترمنځ بې اتفاقۍ ته لمن ووهي.

د سلیمان خېل د خبرو په غبرګون د ولسي جرګې غړې صدیقه مبارز سختې سپورې خبرې وکړې او یو شمیر وکیلان یې بهرنیو هېوادو ته په جاسوسۍ تورن کړل.
په همدې اړه دغه بحث د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل او صدیقې مبارز ترمنځ په لفظي شخړه بدل شو.
بل خوا د یادې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، هیڅوک حق نه لري، چې د ولسي جرګې له ادرسه خلکو ته سپکاوی وکړي.
ده وویل، یو شمېر هغه وکیلان، چې قومي مسایلو ته لمن وهي د دوی د وړتیا ښکارندويي نه کوي.
تېره اونۍ ولسي جرګې یو ځانګړی کمېسیون ته دنده ورکړې ده، چې له حکومت سره د ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښناييزې پروژې لین غځېدو پر ستونزو بحث وکړي او د حل لارې ورته پېداکړي.
د ولسي جرګې رییس ابراهیمي ټينګار وکړ، چې ملي شورا د قانون پربنسټ د څار حق لري، خو د پرېکړې واک د حکومت دی او نه باید وکیلان په هغه کې لاس وهنې وکړي.





