
د پروان د ولایتي شورا رییس غلام بهاوالدین جیلاني وايي، چې د دې ولایت د غوربند په دره کې د داعش ډلې پراخ موجودیت خلکو ته اندېښنې پیداکړې دي.
غلام بهاوالدین جیلاني له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د غور بند درې کوه صافي ولسوالۍ په ځېنو سیمو کې داعش ډلې یو ځل بیا خپلو لیکو ته د کسانو د جذب لړۍ پیل کړې ده.
جیلاني زیاتوي، چې داعش وسله والې ډلې له دې مخکې هم د غوربند په کوه صافي په ولسوالۍ کې خپلو لیکو ته ځوانان جلبول.
د نوموړي په خبره، کله چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش وسله والې ډلې یو مهم قوماندان ونیولو؛ د دوی د جلب او جذب کارونه په ټپه ودرېدل.

خو په ورته وخت کې د پروان امنیه قوماندان جنرال محمد زمان مموزی په غور بند دره کې د داعش حضور تاییدوي، وايي، چې د پروان په ځېنو سیمو کې د دغې ډلې حضور کومه نوې خبره نه ده.
د مموزي په وینا، هغو ډلو چې په تېر وخت کې یې په بېلابېلو نومونو د غوربند دره کې فعالیت درلود؛ اوس په داعش اوښتي دي.
نوموړي وايي، چې دغه ډله د افغان امنیتي ځواکونو له پاره خنډونه نه شي جوړولی او دوی به یې ژر تر ژره وځپي.
د پروان امنیه قوماندان په دې ولسوالۍ کې د نوې وسله والې ډلې موجودیت ردوي.
په ورته وخت کې د پروان ولایتي شورا استازي بیا وایي، هغه وسله وال چې په کندوز او بغلان ولایتونو کې یې ماتې خوړلې؛ د دغه ولایت نا امنه سیمو ته راغلي دي.





