د غزني طالبان: په هوټلونو کې به موسیقۍ غږونکیو ته سخته سزا ورکړل شي

په غزني ولایت کې د هوټلونو او ودونو د سالونونو مالکان وايي، وسله وال طالبان دوی ته د قومي مخورو، سپين ږیرو او نورو مشرانو په وسیله پيغام ورلېږلی، چې په ودونو کې باید له موسیقۍ او عکاسۍ ډډه وشي.

طالبانو خبرداری ورکړی، هر هغه څوک، چې د دوی له دې فرمانه سرغړونه وکړي؛ سخته سزا به ورکړي.

په غزني ولایت کې د ودونو د تالار یو تن مالک کریم پاییز سلام وطندار ته وویل، وروسته له دې هڅه کوي، چې په ودونو کې موسیقي ونه کړي؛ خو د نوموړي پر وینا، دغه کار به د دوی پر کاروبار ناوړه اغېزه وکړي او مشتریان به يې زړه توري شي.

د صبر الله په نوم د غزني ولایت یو تن اوسېدونکی بیا وايي، چې دی د لومړي ځل له پاره په هوټل کې یو داسې واده ته تللی و، چې موسیقي په کې ونه غږول شوه.

صبرالله زیاتوي، واده ته غوښتل شوي نارینه اشخاص اصلاً په دې نه پوهېدل، چې څه وکړي، خو بلاخره په تالار کې د غذا له خوړلو وروسته ووتل او ښځو د واده مراسم پر ديني کیسو او نصیحتونو پای ته ورسولو.

د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی، چې غواړي خپل د واده جشن په همدغو تالارونو کې جوړ کړي سلام وطندار ته وویل، خوښ په دې دی، چې د ساز او موسیقۍ غږولو لګښت پرې نه راځي، خو په ورته وخت کې خپه هم دی، ځکه د نوموړي په خبره، د ژوند تر ټولو خوږې شېبې به یې بې له موسیقۍ تېرې شي.

هغه زیاتوي: «باید د واده او فاتحې مراسمو ترمنځ فرق وشي.»

خو له بل لوري د غزني ولایت د ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وايي، چې طالبان غواړي د هوټلونو مالکان تر فشار لاندې راولي او له دې لارې باج واخلي.

هغه زیاتوي، که چېرې د هوټلونو مالکان طالبانو ته پیسې ورکړي؛ نو دغه ستونزه به ژر تر ژره حل شي.

د نوموړي په خبره، چې د هوټلونو مالکان له دې وړاندې وسله والو طالبانو ته باج ورکولو او اوس يې هر څه بند کړي؛ نو ځکه هغوی ورته ستونزې جوړې کړې دي.

په دې اړه مو د غزني د چارواکیو نظر وغوښت؛ خو له زیاتو هڅو سره – سره بیا هم بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام