افغان کرکټ بورډ وایي، چې په رسمي توګه یې له هندي کرکټ بورډ نه غوښتي، چی افغان لوبغاړي په شل اوریزه سوداګریزو (ای، پي، ایل) سیالیو کې ولوبوي.
د کرکت بورډ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي، مشر شفیق الله ستانکزي د هندوستان کرکټ بورډ له سکرترجنرال انوراګ ټاکر سره په لیدنه کې دا غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ستانکزي سره په دې لیدنه کې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي (سلیکشن) کمېټې مشر دولت احمدزي هم ملتیا کوله.
ستانکزي له انوراګ ټاکر سره په لیدنه کې هغه ته پخوانۍ ژمنه یو ځل بیا ور په یاد کړې او په دې اړه یې د رسمي سند جوړولو او لاسلیکولو غوښتنه ترې کړې ده.
د کرکټ بورډ له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې اجرایوي مشر له هندي چارواکو وغوښتل، چې د افغانستان او هندوستان د ملي او الف کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ برابرې کړي، افغان لوبغاړو ته په (ای، پي، ایل) سیالیو کې د لوبیدو او وړتیا ښودلو چانس ورکړي، د روزونکو په روزلو کې دې ورسره مرسته وکړي او د افغانستان او هندوستان سیمه ایزو لوبډلو ترمنځ دې د سیالیو په برابرولو کې همکاري وکړي.
کرکټ بورډ وایي، چې د هندوستان کرکټ بورډ سکرترجنرال انوراګ ټاکر ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به له افغان کرکټ بورډ سره د همکاریو اوږدمهاله سند د لاسلیکولو له پاره چمتو کړي، تر څو د دواړو هیېوادونو ترمنځ ژمنه شوې هوکړه عملي بڼه پیدا کړي.
له څوو کلونو راهیسې د هندوستان په سترو او مشهوره سوداګریزو (ای، پي، ایل) سیالیو کې د افغان لوبغاړو د لوبیدو خبرونه ورکول کیږي، خو تراوسه د کوم لوبغاړي داخیستلو څرګ نه لګي او نه هم په دې اړه کومه رسمي پرېکړه شوې.