پاکستان، القاعده او طالبان په کندوز کې ځانمرګي بریدګر روزي

د کندوز ولایت چارواکي وايي، د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې په یوې ۳۰۰ کسیزي دیني مدرسې کې د ځانمرګو، بمونو او نورو چاودېدونکیو توکیو د جوړولو زده کړې ورکول کېږي.

د کندوز د والي اسدالله عمرخېل پر وینا، په دې مدرسه کې له یو کال راهیسې زده کوونکیو ته د ځانمرګي بریدونو، ماین جوړولو، ماین اېښودلو او نورو چاودېدونکیو توکیو په اړه رزونه ورکول کېږي.

د کندوز والي، چې د ځانمرګو بریدونو په تور يې د څلورو نیوشول شویو ماشومانو په اړه خبري کنفرانس ته وینا کوله، وویل، چې دغه مرکز به ډېر ژر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا یوړل شي.

د عمرخېل پر وینا، د غور ولایت څلور ماشومان، چې د ځانمرګو بریدونو او زده کړو له پاره دې ولایت ته تللي وو، د ملي امنیت له خوا نیول شوي وو.

د کندوز والي زیاتوي، چې د ځانمرګرو بریدګرو او چاودېدونکیو توکیو دا مرکز د القاعده شبکې د غړي « مولوي جنت ګل» او د طالبانو د نومول شوي والي «ملا سلام» له خوا جوړ شوی او د دوی له خوا رهنما کېږي.

د والي پر وینا، د دې مدرسې زده کوونکیو ته د عمران خان په نامه د پاکستان د استخباراتي سازمان د یو مامور له خوا چې د ځانمرګو بریدګرو د واسکټونو او بمونو په جوړولو کې ځانګړی مهارت لري، زده کړې ورکول کېږي.

اسدالله عمرخېل وايي، چې د د دوی کشفي ارګانونو اونۍ وړاندې خبر وو، خو فکر یې کولو، چې په دې ځای کې به دینې زده کړې ورکول کېږي، خو له څه وخت پلټنې وروسته معلومه شوه، چې موضوع هغه ډول نه وه.

د کندوز د والي په خبره، د غور ولایت څلور نیول شوي ماشومو بریدګرو ته لومړنۍ زده کړې د کابل د قرباغ ولسوالۍ په «میاګل جان اغا مدرسه» کې ورکول شوې دي او د نورو زده کړو له پاره یې د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ مدرسې ته رالېږل شوي وو، چې مدرسې ته له تګ مخکې دوی ونیول.

د کندوز والي عمرخېل د نیول شویو ماشومانو په اړه وايي، چې درې تنه یې ۱۷ کلن او یو تن یې ۱۶کلن دی. والي د نیول شویو ځانمرګو بریدګرو د اصلي موخې په اړه یې څه ونه ویل.

په ورته وخت کې د ملي امنیت له لوري نیول شوی ۱۷ کلن ځانمرګی بریدګر محمد جمعه وايي، چې د خپلې مدرسې له خوا دې ته اړ شوی، چې کندوز ته د ځانمرګي برید له پاره ولاړ شي.

محمد جمعه په خپله کار پښېمانه دی، هغه خپله کیسه داسې کوي: «په مدرسه کې له یو کال دینې زده کړو وروسته، خپل استاد وغولولو او مجبور یې کړو، چې د ځانمرګو بریدګرو زده کړې وکړو، موږ ته به یې ویل، موږ پر تاسو د دولت پر وړاندې جنګ کوو، ځانمرګی برید درباندې کوو، جهاد درباندې کوو، اوس چې تاسو نیولی یم، په خپلو تېرو ټولو خبرو پښېمانه یم.»

د کندوز والي عمرخېل په داسې حال کې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ځانمرګو د روزنځای د موجودیت په اړه خبر ورکوي، چې تېر کال د دې ولایت پخواني والي عمر ساپي هم ویلي وو، چې دغه ولسوالي په شمال ختیځه سیمه کې د طالبانو د ډلې، جندالله او داعش د جنګي مرکز په توګه بدلېدونکی دی.

د کندوز ولایت د دشت ارچي د سیمه ییزو چارواکیو پر وینا، دشت ارچي د دې ولایت هغه ولسوالي ده، چې ۸۰ سلنه سیمې یې د طالبانو په ولکه کې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام