د کندوز اوسېدونکي د تندر له عملیاتو شکایت کوي

د کندوز ښار د شمالي کلیو اوسیدونکي، چې افغان ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو څخه د سیمو د پاکولو په موخه د پیل شویو عملیاتو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي وایي، له لسو ورځو په ترېدو سره بیا هم په دې عملیاتو کې افغان ځواکونه دپام وړ لاسته راوړنې نه لري.

د کندوز ښار شمال ته د۲۲ کلیو اوسیدونکو لس ورځې کیږي، چې د جګړې له امله یي خپل کورونه پریښې او دا مهال د دشت ابدان پوهنتون په ودانۍ کې ژوند کوي.

لس ورځې وړاندې د کندوز ښار په شمالي سیمو کې د تندر په نوم پوځي عملیات پیل شوي او څلور ورځې وړاندې د هېواد په شمال ختیځ کې د پامیر شلمې فرقې د یوې خبرپاڼې له مخې وویل، چې د زرخرید کلی، عرب، اتمان زی، اندرابي او ازبکانو سیمې یې له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي، خو د سیمې اوسیدونکي، چې د جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي او په دشت ابدان سیمه کې د پوهنتون نوی ودانی کې پراته دي وایي، چې له څو ورځو عملیاتو سره سره لاهم دا سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.

د دغو ۲۲ کلیو استازی داکتر میرمحمد عملیات وايي، چې ډیر سست روان دي او افغان ځواکونه یو ګام مخکې هم نه دي تللي.

د عربانو د کلي یو بل اوسېدونکی حضرت سلطان وايي، چې د سیمې دولت هیڅ پرمختګ نه لري د پاخه سرک څخه ډزې کوي او د استوګنې کورونه یې بند کړي دي او تخریبوی یې.

ددغو بې ځایه شویو کورنیو د استازو د شمیرنو له مخې د کندوز ښار له شمالي سیمو څخه د جګړو له امله نږدې ۱۵۰۰ کورنیو خپل کورونه پریښې دي، خو ځینې سیمه يیز چارواکي بیا د بې ځایه شویو کورنیو شمیر نږدې ۸۰۰ کورنۍ ښي.

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د کندوز د خلکواستازې فاطمه عزیز وایي، چې دې خپله د دغو بې ځایه شویو کورنیو څخه لیدنه کړې.

دا هم د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له سست بهیر څخه شکایت کوي او خبرداری ورکوي،  که دا عملیات په همدې ډول دوام ومومي، نو د بې ځایه شویو ستونزې به څوچنده زیاتې شي.

خو دکندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ بیا وایي، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه عملیاتو بهیر پڅ پر مخ روان دی.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو د خلکو په کورونو او مسجدونو کې مورچې جوړې کړي، نو ځکه امنیتي ځواکونه له احتیاط کار اخلي او پرمختګ یې بطي دی .

له دې سره سره د کندوزامنیه قوماندان د دغو ۲۲ کلیو بې ځایه شویو کورنیو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ډی رژر به دا کلي له طالبانو څخه پاک کړي او خلکو ته بیرته خپلو کلیو او کورونو ته د ورتګ زمینه برابره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام