ننګرهار ته له هرې خوا نه په ورننوتلو سره لومړی له ریکشاوو سره مخېږو، چې له غږیزې او چاپېریالي چټلتیا نه له راپيدا کېدا نه وروسته، د دوی پر شاوخوا لیکل شوي متنونه او رسم شوي انځورونه د ذهنونو پر خرابوالي بده اغېزه کړې ده.
ننګرهار کې پر ریکشاوو د کوزې پښتونخوا د پښتو فلمونو لوبغاړو انځورونه رسم شوي، چې ډېر وخت یې د عامو وګړیو تر څنګ حکومت هم غوسه کړی دی.
له ګاونډي پاکستان سره په نږدې ولایتونو کې مېشت خلک د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې خلکو سره ډېر ژبني، قومي، مذهبي، کلتوري او د نورو اړیکو پر بنست نږدېوالی لري.
د ننګرهار مرکز جلال اباد، د هېواد له ګڼ وګړیزو ښارونو له ډلې دی، چې د خلکو ترڅنګ په کې شاوخوا ۲۲ زره ریکشو د لېږد د وسیلې په توګه د خلکو لارې رالنډوي.
پر دغو ريکشو د پېښور د پښتو فلمي لوبغاړو انځورونه، د فلمونو عجیب او غریب نومونه او ځېنې فلمي ډیالوګونه لیکل شوي دي، چې هره برخه یې د منفي فکر په لېږد کې غوښنه ونډه اخیستې ده.
که دغه انځورونه له یوه پلوه اخلاقاً ښه نه ګڼل کېږي، له بل پلوه د ماشومانو، نویو ځوانانو پر ذهن معنوي یرغل بلل کېږي، چې د ټولنې په وروسته والي کې ښه مرسته کولی شي.
دریکشو خاوندان وايي، دا ریکشې له پاکستانه راځي، چې ډېر انځورونه او سمبولونه پرې هم هلته کښل شوي وي.
د جلال اباد ښار یو تن ریکشه چلوونکی سنګر وايي، چې په ډېرو ریکشو باندې د جهانګیر خان، شهباز، نرانو او ښځو انځورونه جوړ شوي، چې ډېرې ریکشې له کوزې پښتونخوا نه راوړل کېږي.
سنګر زیاتوي، که اړوندې ادارې له ریکشاوو انځورونه پاکوي؛ نو د دې ترڅنګ دې له پاکستانه نوې راتلونکې ریکشې هم وڅاري، ځکه، چې په تازه راوړونکیو ریکشونوي انځورونه لږېدلي وي.
د ریکشو نه د ډک ښار جلال اباد یو بل ریکشه چلوونکی فرهاد احمد وايي، که حکومت د دې کار مخه ونیسي؛ په اسانۍ سره کولی شي، چې دغه ستونزه حل کړي.
دی وايي، که اړوندې ادارې په دې اړه جدي کمپاین پیل کړي، بیا څوک زړه نه ښه کوي، چې دا ډول انځورونه په ریکشو پرېږدي. د ده پر وینا، «زه به لومړی انسان یم، چې دا کار وکړم، چې بیا دا ډول انځور پر ریکشا پرېنږدم.»
هغه وايي، که حکومت پر پاکستانیو رکشو بندیز ولګوي، نو خلک اړ دي چې په جلال اباد کې جوړېدونکې رکشاې واخلي او د انځورونو پر ځای پرې مثبت پيغامونه ولیکي.
په جلال اباد ښار کې د دغه ډول رکشو کارځایونه هم شته. د درېیمې ناحيې اړوند د ريکشو د یوه کارځای خاوند شریف الله شېخ وايي، چې انځور د اوسپنې پر څادر لګول شوی وي.
شیخ وايي، دی هم پر ریکشو لیکل کولی شي، خو انځورونه نه شي رسمولی.
د ریکشو دغه جوړوونکی او سینګاروونکی وايي، له پېښوره ورته جوړ تصویرونه راځي او دوی یې دلته د پيسو په مقابل کې د ریکشه چلوونکیو په غوښتنه د ريکشوو پر شا لګوي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ښاغلی اورنګ صمیم وايي، یوه کمېټه یې جوړه کړې، چې په ښار کې پر ریکشو او موټرو باندې د لږېدلو غیراخلاقي تصویرونو او شعرونو مخنیوی وکړي.
د ده پر وینا، ټاکل شوې کمېټې دا کار په څو پړاوونو کې کړی دی، چې په لومړي هغه کې یې ورته لارښوونه کړې، چې له خپلو ريکشو ه غیر اخلاقي انځورونه لرې کړي، خو له سړغړونې وروسته په خپله همدې کمېټې د ریکشو له ترپالونو او شاګانو نه انځورونه پاک کړی دي.
صمیم همداراز زیاتوي، هغه افغانان چې له کرښې هغې غاړې نه راځي؛ په قاچاقي ډول له ځانه سره ریکشې راوړي، چې د انځورنو بېلابلې ډولونه پرې هماغلته کښل شوي وي.
نوموړی په ټینګار سره وايي، چې د دغه بد فرهنګ په اړه باید د خلکو شعور لوړ شي، چې د دغه ډول غیر اخلاقي انځورونو او شعرونو له لیکلو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځېنې ګاونډي هېوادونه هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو په افغانستان کې خپلې فرهنګي ريښې غښتلې او له دغې لارې افغاني اصیل فرهنګ زیانمن کړي، چې ښې بېلګې یې د لېوانو دره، د درې مرچل او نور جګړه ییز او تشددي سریالونه دي.





