افغانستان ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په تاریخي لوبې پای ته ورساوه

افغانستان په کرکټ نړیوال جام کې هغه مهال غوغا جوړه کړه، چې د ۲۰۱۲ م ز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډله یې له ماتې سره مخ کړه.

افغانستان د ۶ م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو په وروستۍ لوبه کې  د(الف) ګروپ اتلې ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان په ۶م پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې په خپله وروستۍ لیګ لوبه کې هغه کار وکړ، چې ددې وړاندې په روان نړیوال جام کې سویلي افریقې، انګلستان او سریلانکا نه و کړی.

ددې وړاندې په ۳ واړو لومړیو سیالیو کې ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقې، سریلانکا او انګلستان ته په اسانۍ سره ماتې ورکړې وې.

افغانستان د هندوستان په ناګپور لوبغالي کې لومړی د نجیب الله ځډران د ۴۸ منډو په مټ ۱۲۳ منډې جوړې کړې او بیا یې د خپل ګروپ مخکښه ویسټ انډیزۍ لوبډله د نبي عیسی خیل او راشد ارمان د ښکلي بالینګ په مټ په ۱۱۷ منډو ایساره کړه او په ۶ منډو یې دروان نړیوال جام تاريخي بریا ترلاسه کړه.

دا د کرکټ په تاریخ کې لومړې ځل و، چې افغانستان په نړیواله لوبه کې له ویسټ انډيزۍ کرکټ ملي لوبډلې سره ولوبیده.

نجیب الله ځدران د ۴۸ منډو وروسته په وروستي اور کې د کارلوس براتویت ښکلې او تاریخي کیچ ترلاسه کړ او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د لوبې وروستی اور کوونکي او ۲ ویکټ اخیستونکي مشهوره افغان ال راونډر محمد نبي عیسی خیل رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په ډیرو ښکلو لوبو سره د ډیرو مینه والو زړونه وګټل او نن یې اخري سیالۍ هم وګټله.

دیادونې وړ ده، چې په نننۍ سیالۍ کې د نورعلي ځډران پر ځای عثمان غني ته او د شاپور ځدران پر ځای حمید حسن ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی و.

حمید حسن په درېیم اور کې د ۲ (نو)غیرقانوني بالونو په کولو سره د لوبڅارانو له خوا له بالینګ بندیز سره مخ شو او د نوموړي اورونه بیا ګلبدین نایب پوره کړل.

د تاريخي بریا وروسته افغان کامیابه کپتان اصغرستانکزي له ټولو کرکټ مینه والو مننه وکړه، چې دیې یې په خپلو دعاګانو کې یاد ساتل.

د نوموړي په وینا، چې دوی به په  راتلونکي کې هم افغان کرکټ مینه والو ته د ورته بریاوو ترلاسه کولو له پاره هلې ځلې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام