ولسمشر: هیله من یم، سږ کال له ښوونکیو د بریالیتوب نومره واخلم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې تېرکال د هېواد له ښوونکو سره په ازموینه کې "مشروط" شوی دی او د راتلونکي کال له پاره د کامیابۍ هیله لري.

ولسمشر محمد اشرف غني، چې نن (سه شنبه، مارچ ۲۲مه) د نوي تعلیمي کال د پرانیستې په غونډه کې وینا کوله د ښوونځي زنګ ټنګول یې په هېواد کې د ثبات نښه وباله او له ټول ښوونکو یې مننه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې افغان کوچنیانو ته ښوونه او روزنه ورکوي.

ولسمشر غني په ټاکنیزو سیالیو کې هغه ژمنې یې چې له ښوونکو سره کړې وې په ځای نه کړې؛ د ښوونکو له خوا له نیوکو سره مخ شو.

نوموړي ښوونکو سره ژمنه کړې وه، چې د ولسمشر په لومړیو شپږو میاشتو کې به دوی ته ښارګوټي وویشي.

هغه وویل، چې د ښوونکو ښارګوټي غلطو او له ښاره په لرې ځایونو کې و، ځکه په وینا يې ښوونکي نه شي کولی، چې ښوونځیو ته په وخت ورشي.

و، ځکه په وینا يې له ښاره په لرې ځایونو کې نقشه شوي و.

غني دا هم ویلي، چې د پوهنې وزارت اړوند ځمکې د زورواکو او دولتي امکاناتو سره په استفادې غصب شوي دي، له غصبه یې خلاصې او د پوهنې وزارت په واک کې به یې ورکړي.

د ده په خبره، تر اوسه پورې ۳۶ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځېدلې ده.

ولسمشر د ښوونکو له شمېره خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په هېواد کې د ښوونې او روزنې کیفیت ټیټ دی او ښوونیز نصاب باید په بنیادي ډول سره بدلون وکړي.

اشرف غني ټینګار وکړ، چې په پوهنیز نظام کې به د درغلیو مخه نیسي او روڼوالی به راولي او زیاته یې کړه، چې د پوهنې وزارت د سرچینو مدیریت باید، د ټول هېواد له پاره د روڼتیا او حساب ورکولو نمونه وي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي بیا په دې غونډه کې وویل، چې دوی د دغه وزارت په پنځه کلنې طرحې کار کوي او په نږدې وخت کې به بشپړه شي.

نوموړي د خپل یو کلن کار په اړه وویل، دغه وزارت په تېر یو کال کې ۲۲ میلیونه ټوکه درسي کتابونه چاپ کړي دي او دغه کتابونه به سږکال زده کوونکو ته وویشل شي.

بلخي همدا ډول وویل، سږ کال به یو میلیون او ۱۰۷ زره زده کوونکي نوي جلب کړي، چې ۴۱ سلنه به یې نجونې وي.

د پوهنې وزیر وویل، د پوهنې وزارت به سږ کال ۸۰۰ تنه ښوونکي د مسلکي زده کړو له پاره هند او تاجکستان هېوادونو ولېږي.

د ده پر خبره، د ښوونې ۵۹۰ مرکزونو جوړول، ۳۸۷ ښوونځیو جوړول، ۱۶۸ دینو مدرسو جوړل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۲۴ مرکزونو جوړول او د ښوونکو د روزنې له پاره د ۱۱ مرکزونو جوړول د دغه وزارت د ۹۵ کال له پلانونو څخه دي.

تر اوسه پورې په افغانستان کې د ښوونځیو او زده کوونکو کره شمېر معلوم نه دی.

د راپورونو پر بنسټ تر اوسه پورې د پوهنې وزارت لسګونه ښوونځي او زرګونه خیالي زده کوونکي لري.

خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې دوی به هڅه وکړي، څو د خپلو زده کوونکو او ښوونکو کره شمېر ثبت کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام