طیبه: ستره هیله مې په خپل اصلي نوم کار کول دي

طیبه نوري ښځینه خبریاله ده او له ۷ کلونو راهیسې د هېواد په سویلي ولایت کې په مستعار نوم له یوې رسنۍ سره کار کوي.

مېرمن نوري په یوې سنتي کورنۍ کې زېږېدلې؛ مور او پلار یې دومره زده کړې نه لري. طیبه نوري د شرعیاتو پوهنځۍ زده‌کړیاله وه، خو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له کبله زده کړې یې پرېښودې.

مېرمن طیبې د زیاتو ستونزو سره سره خبریالۍ ته مخه کړه، لومړۍ کس یې پلار و، چې د کار مخالفت یې کاوه، خو له دې ټولو ستونزو سره خپله کورنۍ سلا کړه او خپلې چارې یې په مستعار نوم پیل کړې.

د خپلو کارونو د ترخو خاطرو په اړه وايي، چې تر ټولو سخته ورته د پلار هغه شیبې وې، چې به له راډیو د مېرمن نوري غږ واورېده، راډیو به یې بنده کړه او د افسوس په ډول به یې سره وخوراوه، خو د دې ټولو سره یې خپل کار پرې نه‌ښود.

نوموړې په مرکه کې وویل، چې تر ټول ستره هیله یې په خپل اصلي نوم په رسنیو کې کار کول دي.

طیبه وايي، خپل خپلوان یې په دې نه دي خبر، چې دا یوه خبریاله ده؛ که چېرې دوی په پرې خبر شي، له کورنۍ سره به یې هر ډول د خپلوۍ اړیکې پرې کړي.

مېرمن نوري وویل، دا یواځې هغو خبري غونډو او پېښو ته ورځي، چېرې چې ټول ګډون‌وال یې مېرمنې وي.

دې خبریالې له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، دا د ټولو هغو مېرمنو ستونزه ده، چې په رسنیو کې کار کوي.

په سنتي او نارینه پلوي ټولنه کې اوس هم خلک نشي زغملی، چې ښځې دې د نارینه و سره په غونډو کې ګډون وکړي.

مېرمن طیبه نوري څو ځلې له ګواښل شوې ده، خو له دې ټولو سره سره یې خپلو چارو مخې ته وړي دي.

دغه ښځینه خبریاله، چې په کورنۍ کې یې یواځې کوچني ورور یې او کله یې چې واده وکړه، مېړه یې په رسنیز ډګر کې له کارونو ملاتړ وکړ.

دغه خبریاله له ټولو هغو مېرمنو او نجونو چې په رسنیو کې کار کوي، غواړي، چې ماته دې و نه مني او د خپلو موخو ته د رسېدو له پاره دې له کورنۍ نه پیل وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام