
د اجرایوي ریاست چارواکي وايي، چې د افغانستان ټاکنیزو کمیسیونونو د۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې له پراخو درغلیو وروسته مشروعیت له لاسه ورکړی او په یادو کمیسیونونو کې د بنسټیزو سمونو مخکې د دې کمیسونونو فعالیت قانوني اعتبار او مشروعیت نه لري.
د اجریوي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل سلام وطندار ته وویل، چې د ټاکنیزو کمیسونونو مشران د۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې له پراخو درغلیو وروسته تل د ملي یووالي پر ضد څرګندونې کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو تیره ورځ چهارشنبه (جنوري ۲۴مه) نېټه وروسته له ۱۶ میاشتو د۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې د کمېسیون دغه کار د خلکو په ذهنونو کې خورا پوښتنې را ولاړې کړې.
په همدې حال کې شنونکي په دې باور دي، چې د ملي یووالي حکومت له جوړیدو نږدې دوه کاله وروسته د ټاکنو د پایلو اعلان، د حکومت یوه لوبه او پلان شوی کار دی، چې د ټاکنیز سمون ځانګړي کمیسیون چارې له ستونزو سره مخ کړی.
د سیاسي چارو څیړونکی اصف اشنا سلاموطندار ته وویل، چې له ۱۶ میاشتو وروسته دټاکنو پایلو اعلان پرته له دې، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د سمون چارې له ستونزو سره مخ کړي بل دلیل نه لري.
هغه تور پورې کوي، چې دا د ارګ له لوري یوه مهندسي شوې لوبه او پلان شوې طرحه ده.

اشنا زیاته کړه، چې د ټاکنو کمیسیون دټاکنو بهیر د بدنامولو او پر د موکراتیک بهیر د خلکو د بې باوره کولو له پاره دغه کار کړی دی.
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړي ډاکتر محي الدین مهدي سلام وطندرا ته وویل، چې له نږدې ۲ کلن ځنډ وروسته په اوسنیو شرایطو کې د ټاکنو پایلو اعلان له رسوایۍ پرته بل څه نه دی او د ټاکنو کمیسیون دغه کار د پنځمې ستون په اشاره کړې.
له دې ټولو سره د ټاکنو بهیر ټینګښت له پاره د افغانستان مدني ټولنې شبکې یا اکسین، د عادلانه او رڼو ټاکنو بنسټ یا فیفا او د رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا په جلا جلا غونډو کې د اعلامیو په خپرولو سره د ملي یووالي حکومت له جوړیدو وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو پر اعلان نیوکه کړې او هغه یې د خلکو رایو ته سپکاوی بللی دی.





