 - Copy 1.jpg)
فریدون ګلکار و، ناڅاپه یې پرېکړه وکړه او د اقتصادي ستونزو له امله د غزني ولایت اندړ ولسوالۍ ته له طالبانو سره جنګ ته ولاړ، خو یوه میاشت وروسته یې کورنۍ خبره شوه، چې زوی یې پر طالبانو باندې د پوستې له پلورلو وروسته؛ د دغې ډلې له خوا حلال شوی دی.
د فریدون خور وايي، سره له دې چې ۱۹کلن ورور یې د وطن له پاره قرباني شو؛ خو دولت ادعا کوي، چې فریدون له طالبانو سره همکاري کوله او له دولت سره یې خیانت کړی دی.
د فریدون کورنۍ وايي، چې زوی یې غزني ته له جنګ نه وړاندې په خپل عمر کې ټوپک په لاس کې نه و نیولی. د فریدون ورور هارون وايي، چې ورور یې پرته له لومړنیو نظامي زده کړو وروسته؛ د غزني ولایت تر ټولو ناامنې ولسوالۍ اندړ ته د جنګ لومړۍ کرښې له پاره لېږل شوی.
غزني ته له تګ ۲۰ ورځې وروسته فریدون خپل ماما ته د ټلیفون له لارې ویلي، چې د طالبانو له خوا نیول شوی دی. فریدون له ماما نه غواړي، چې یو شمېر سپين ږیري او پیسې د ده د خوشې کولو له پاره غزني ته ورولېږي.
د فریدون ماما سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې فریدون ورته دوه ورځې وروسته بیا زنګ ووهلو او ورته یې وویل، چې له طالبانو نه تښتېدلی دی. خو دوه ورځې وروسته یې په غزني ښار کې جنیايی مدیریت له خوا جسد پيدا کېږي. د فریدون کورنۍ یې د پېژندنې او جسد د راوړلو له پاره غزني ته ځي.
سره له دې، چې د فریدون مور د خپل زوی څېره پېژني، خو د غزني جنايي مدیریت یې جسد عدلي طب ته لېږي او د فریدون کورنۍ ته وایي، چې دا د بل چا جسد دی او د دوی زوی ژوندی دی. خو بلاخره کابل ته له راوړلو وروسته د کابل عدلي طب د فریدون له کورنۍ یو ضمانت خط اخلي او د فریدون جسد ورسپاري.
امین شاه هغه څوک دی، چې فریدون ورسره په کور کې ګلکاري کوله. امین شاه وايي، چې فریدون د تګ پر وخت ده ته ویلي وو، چې د پیسو د ګټلو له پاره غزني ته ځي، ځکه چې د ګلکارۍ پر پيسو یې د کور اقتصادي ستونزې نه حلېږي. د امین پر وینا، فریدون ته یې د ورځې ۳۵۰ افغاني کاري حقوق ورکول کېدل.
نجیب د فریدون ملګر دی، نوموړي فریدون له ځانه سره غزني ته وړی و، چې د پولیسو په لیکو کې شامل شي.
نجیب وايي، چې فریدون هم د ده په څېر بې له دې چې نظامي ښوونه او روزنه ورکړل شي؛ جګړې ته لېږل شوی و.
د فریدون د ملګري پر خبره، څلور تنو هم سنګرانو ته یې یوازې ۴ ورځې نظامي زده کړې ورکړل شوې وې او د سرتېرو د کموالي له امله جګړې ته لېږل شوي وو.
نجیب الله په خپلو خبرو کې د یو افسر نوم واخیست، چې د هغه په سلا سره ځېنې ځوانان د پولیسو لیکو ته ورغلل. ده له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې ۸ میاشتې کېږي دنده کوي او بې له دې، چې نظامي ښوونه او روزنه ورکړل شي، په اندړو ولسوالیو کې دنده لري.
د نجیب په خبرو کې د پام وړ ټکی دا دی، دوی هغه کسان نه پېژندل، چې د ده او د ده ملګرو ضمانت یې کړی و.
د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د پولیسو د جلب او جذب په برخه کې د خراب مدیرت پړه او د ستونزو د راپيدا کېدلو موضوع د اندړو امنیه قوماندان او د دغو سرتېرو د ضمانت کوونکیو پورې تړي.
امرخېل د فریدون د مړینې د دوسیې په اړه وايي، چې فریدون د اندړو امنیه قوماندنۍ له لارې د قوس میاشتې په ۱۱مه نېټه د پولیسو په لیکو کې ګومارل شوی و.
.jpg)
د اندړو امنیه قوماندانۍ فریدون او ملګري یې بې له دې، چې نظامي زد کړې ورکړل شي؛ په دنده ګومارل کېږي.
امرخېل زیاته کړه، چې طالبانو د قوس پر ۲۷ مه نېټه د اندړو په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، په دې وخت کې د پوستې قوماندان له اجازې پرته کورته تللی او فریدون په ناپامه کې په هماغه شپه د سنګر یو ملګري وژني او بل ټپي کوي.
د غزني امنیه قوماندان د دغې پوستې د ټپي شوي سرتېري له قوله وايي، چې فریدون د سنګر د ملګرو له وژولو وروسته پوسته پرېښودله او له طالبانو سره یوځای شو.
د جنرال امرخېل په خبره، د پوستې د پلورلو او د فریدون د وژل کېدلو دوسیه د څارنوالۍ تر تعقیب لاندې ده.
د غزني ولایت د جنايي مدیر عبدالقهار سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د دوی څېړنې ښيي، چې فریدون طالبانو ته د پوستې په سپارلو کې لاس درلود.
خو دوی وايي، چې دا لا معلومه نه ده، چې طالبانو فریدون ولې وژلی دی؟
د دغه ولایت د جنايي مدیر پر خبره، د پوستې قوماندان هم د پوستې په خرڅولو کې لاس لري او اوس د پولیسو په زندان کې دی.
له دې ټولو سره – سره د فریدون کورنۍ وايي، چې زوی یې د کورنۍ یوازینی مشر و، چې د ټول کور نفقه ور پر غاړه وه.
دوی وايي، چې زوی یې د خاورې په دفاع کې وژل شوی او له حکومت څخه غواړي، چې د فریدن وثیقه جوړه کړي او دوی ته دی اکرامیه ورکړي.