په ملګرو ملتونو کې د افریقا خلکو څېړنیزې ډلې ویلي دي، چې د امریکا حکومت دې د افریقا الصله امریکايي تور پوستکو ته چې کالونه مخکې د غلامانو په توګه خپل هېواد ته وړي وو، تاوان ورکړي.
دغې ډلې لس ورځې څېړنه کړې ده. دوی وايي، چې د امریکايي تور پوستکو ۳۷ سلنه یې د امریکا په زندانونو کې بندیان دي، چې دغه شمېرې د تېر کال په پرتله یو سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه شمېرې ښيي، چې له هرو درې تورپوستکو څخه یو تن یې په زندان کې دی.
د افریقا خلکو د څېړنې ډلې د راپور له مخې دغه چاره د ښکاره تبعیض په معنا ده.
دې ډلې د ملګرو ملتونو په وېب پاڼه کې خپل راپور خپور کړی دی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي دي، چې د امریکا د غلامۍ پېر له پاره دې د بشر حقونو کمېسیون جوړ کړي او د دوی دغه عمل دې تقبیح او امریکا دې د دغه عمل په کولو سره مجرمه وپېژندل شي.
د څېړنې دې ډلې ټول کارکوونکي سپین پوستکي دي.
د دغې ډلې فرانسوۍ مشره میریله فانون مندس وايي، چې دوی د امریکايي تور پوستکو په اړه سخت اندېښمن دي.
مېرمن مندس وویل، چې غلامي، نژادي ناانډولتوب او د ځېنو ملیتونو ګوښه کول په امریکا کې له لویو ننګونو څخه دي.
دوی وايي، چې د امریکا حکومت د دغو ستونزو د حل له پاره ژمنه او تګلاره نه لري.
د څېړنې مشرې د امریکا سپین پوستي پولیس په وسیله د یو امریکايي توري پوستي وژلو ته په اشارې سره وویل، چې دا ډول کارونه درد لري او په راتلونکي کې پایلې ښې نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو هیڅ یو ولسمشر تر اوس پورې د خپلو نیکونو له هغه کار، چې له تور پوستکو یې د غلامانو په ډول استفاده کړې ده؛ بښنه نه ده غوښتې.
د ملګرو ملتونو د افریقا خلکو دغه ښتنه بې سارۍ کار دی.
د امریکا ولسي جرګې او سنا مجلس په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې په جلا جلا ډول دوه مصودې تصویب کړې، چې له مخې به یې په امریکا کې د تور پوستکو سره د بې عدالتۍ څخه بښنه وغوښتل شي.
خو دغه مصوې دې د دواړو مجلسونو د اختلاف له امله د ولسمشر تر توشیح کولو پورې ونه رسول شوې.