
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه (جنوري۱۶مه) کاپیسا ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې په پام کې لري د افغانستان وارداتي برېښنا په صادراتي برېښنا بدله کړي.
غني په هیواد کې د بریښنا بندونو او بریښنا تولید د کابل او نورو ولایتونو پراختیا او پرمختګ یوازینۍ لاره بولي او وایي، چې دې مسلې ته په کتو د ۲۱ بندونو طرحې جوړې شوې دي او په راتلونکي پسرلي کې به د دغو بندونو عملي کار رسما پيل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې " د پروان- کاپیسا، کابل – لوګر، لغمان- ننګرهار، کنړ- نورستان ولایتونو ابادي هم د همدې بریښنا له امله ده" او د کابل د حوزې حل لاره د بریښنا جوړول دي.
دغه راز، ولسمشر غني وایي چې د هیواد په ولایتونو کې دښو پراختیایي پروژو پر څرنګوالي د ۲۴ ولایتونو د والیانو خبرې له کابینې او امنیت شورا غړو سره پای ته رسیدلي او د ۱۰ نورو والیانو معرفي کیدو وروسته به پر دغو جوړو شویو طرحو او پروګرامونو والیان کار پیل کړي.

غني د کاپیسا د ګلبهار نساجي فابریکې فعالولو په اړه ویلي، چې دا موضوع یې اذرباییجان او ترکیې ته په خپل سفر کې یاده کړې او د دغو هیوادونو لیوالتیا ته په کتو هیله مند دی، چې د دې فابریکې بیا رغاولو او فعالولو له پاره پانګونه وشي.
ولسمشر په داسې حال کې نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادارتي برېښنا په اړه خبرې کوي، چې همدا اوس د هېواد د برېښنا زیاته برخه له بهرنيو هېوادونو څخه وارد شوي دي.





