
د زمبابوې خلاف په خپل کوربتوب د۵۰ اوریزه لوبو سیریز ګټلو وروسته هم د کرکټ نړیواله شورا د افغان لوبغاړو په لاسته راوړنو خاموشه پاتې نه شوه.
د یادې شورا له خوا د هیوادونو په ډله کې لسم مقام ته د افغانستان رسیدو ترڅنګ افغان لوبغاړو ته هم د نړیوالو لوبغاړو په ډله کې د مخکې تګ زیري ورکړل شول.
د یو ورځنیو لوبو په غوره بیټسمینانو کې ۲۷ کلن افغان ویکټ کیپر اوپنر بیټسمین شهزاد محمدي اچولی چې ۳۹ بیټسمینان یې شاته پریښي.
شهزاد محمدي په افغان کرکټ ملي لوبډله کې د یواځیني بیټسمین په توګه د زمبابوې خلاف د ښه ځلیدو ثمره ولیده چې د یو ورځنیو لوبو په غوره بیټسمینانو ډله کې په ۲۳۷ منډو جوړولو سره له ۸۱ م مقام څخه ۴۲ م مقام ته رسیدلی دی.
دغه راز نبي عیسی خیل که څه هم د بیټسمینانو په ډله کې له ۷ لوبغاړو وروسته شوی، له ۵۰ م مقام څخه ۵۷ ته ښکته شوی، خو د یو ورځنیو لوبو په غوره بالرانو ډله کې بیا د زمبابوې خلاف په ۸ ویکټو اخیستلو سره له ۲۰ لوبغاړو څخه وړاندې شو چې ۲۳ م مقام ته رسیدلی دی.

همدارنګه سپنر بالر حمزه هوتک بیا د نړیوالې شورا سره د یو ورځنیو لوبو په غوره بالرانو ډله کې د خپل کرکټ تاریخ اوچته مقام ته رسیدلی دی. چې د زمبابوې خلاف د بهترینه بالینګ ۱۱ ویکټو اخیستلو او د سیریز غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کولو په مټ یې د یو ورځنیو لوبو ۳۴ غوره بالران شاته پریښودل او له ۵۹م مقام څخه ۲۵م مقام ته ورسید.
دولت ځدران هم په ۱۰ ویکټو اخیستلو د نړیوالو بالرانو په ډله کې ۴ بالران شاته پریښودل چې له ۳۳م مقام څخه ۲۹ م مقام ته ورسید او وروستی افغان بالر میرویس اشرف دی، چې د یو ورځنیو لوبو په غوره بالرانو کې یې مخکیوالی ترلاسه کړی، چې د زمبابوې خلاف په ۸ ویکټو اخسیتلو سره یې ۲۷ لوبغاړي شاته پریښي او د یو ورځنیو لوبو په غوره بالرانو کې ۳۱ م مقام ته ورسید.
د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د کرکټ نړیوالې شورا د وروستي اعلان له مخې مخکښه لومړی مقام لرونکی بیټسمین سویلي افریقایي (ای بی ډی ویلیرز) لومړی مقام لرونکی بالر اسټرالوی(میچل جونس) او د غوره ال راونډرانو په ډله کې بیا بنګله دیشی (شکیب الحسن) اعلان شوی دي.





