په تېر ۲۰۱۵ زکال کې د ستورو او فضا پېژندونکو لاس ته راوړنې د ننني انسان له توان څخه لوړې وې؛ په ساده عبارت سره داسې ویلی شو، چې د ناسا او ایسا د اروپا فضايي اژانس فضايي ماموریت په ۲۰۱۵زېږدیز کال کې د ستورو پېژندونکو له پاره یوه طلايي دوره وه، چې دغه بریاوې د هغو ماموریتونو پایله وه، چې لسګونه کلونه مخکې پلان شوې وې.
سپوږمۍ ته په ۱۹۷۲ز کال کې د ۱۷ مې اپلو سفر او د سړې جګړې پر مهال د امریکا او پخواني شوروي اتحاد تر منځ فضا ته د بېړیو توغولو د سیالیو خبرونه نړیوالو ته ډېر په زړه پورې نه وو.
په دې مقالې کې نشو کولی، چې د فضايي ماموریت ټولې لاسته راوړنې بیان کړو؛ یواځې پر څو مهمو فضايي ماموریتونو یادونه کوم.
د پلوتو له څنګ څخه د نوي افقونو په نوم د فضايي بېړۍ تېرېدل
په ۲۰۱۵ز کال کې د ټولې نړۍ د انسانانو له پاره لویه لاس ته راوړنه د نوي افقونو فضايي بېړۍ په وسیله د پلوتو له رازونو ډکې نړۍ موندل و.
له کنګل شوې او د رازونو ډکې نړۍ په ۱۹۳۰ز کا کې کشف شوه او یوه ناپېژانده دنیا وه.
په ۱۹۹۰ز کال کې د هابل فضايي بېړۍ په مرسته له پلوتو څخه یواځې څلور انځورونه واخیستل شول، چې دغه انځورونه یواځې څلور میګا پیکسله وو، چې د څلورو ټکو په اندازه معلومېدل.
د پلوتو یو کال د ځمکې له ۲۴۸ کلونو سره برابره ده، دغه سیاره لمر ته تر ټولو په نږدې واټن کې ۴،۵ میلیارده او له لمر څخه لرې واټن یې ۷،۴ میلیارده کیلومتره ده.
د نویو افقونو په نوم فضايي بېړۍ په ۲۰۰۶ز کال کې د لومړي ځل له پاره د پلوتو په لور ولېږل شوه.
د نجوم نړیوالې اتحادیې د نړیوالو فضايي موضوعاتو له نوملړ څخه پلوتو د شمسي منظومې له سیاراتو وباسله او د قدو سیارو په لیست کې یې شامله کړه.
او له دې پرېکړې وروسته زموږ شمسي نظام ۸ سیارې لري، پلوتو سره له دې چې جوړښت یې د سیارې دی، خو د سیارې ځانګړنو په نه لرلو او د څو نورو وړو سیارو په لرلو لکه سرس، اریس، مکمک، هومیا او نورو وړو سیارو د سیارو له نوملړ څخه لرې کړې ده.
پلوتو د سیارو په لیست کې نه ده، خو څو سپوږمۍ په خپل چاپېر کې لري، چې لویه یې کارون ده.
کارون تقریبا د پلوتو په اندازه وزن لري. د نوي افقونو فضايي بېړۍ وروسته له ۹ کلونو د ۴.۵ میلیاردو کیلو مټرو په واټن د جولای میاشتې په ۱۴ نېټه د پلوتو له څنګ څخه د ۱۲۵۰۰ کیلومترو په ارتفاع تېره شوه او د لومړي ځل له پاره یې له پلوتو څخه په زړه پورې انځورونه واخیستل.
د پلوتو موندل په ۱۵مه پېړۍ کې د هماغه کریستوفر کولمب د سفر په څېر د امریکا نا پېژاندې نړۍ پېژندلو په شان و.
په مریخ کې اوبه
په مړه شوې او سړې سطحې د اوبو د علایمو موندل د ځمکې پر مخ انسانان حیران کړي دي.
د څېړونکو له خوا او د فضايي سپوږمکیو په واسطه له مریخ څخه اخیستل شویو انځورونو ثابته کړه، چې دغه سیاره یو وخت نمناکه او د ژوند له پاره مناسبه نړۍ وه.
د شمسي نظام په نور سیارو او سپوږمیو کې د اوبو موندل د انسانانو له پاره د اهمیت وړ دي.
د مریخ سیاره د ځمکې له سیارې څخه کوچنۍ ده او اتمو سفیر یې سور رنګی دی، چې د مریخ سطحه د دغې سیارې د اتمو سفیر له خوا پوښل شوی نه دی او د فضايي ګواښوونکو وړانګو څخه خوندي او پوښل شوې نه ده.
د مریخ د جاذبې قوې ضعف له امله مریخ نه شي کولی د لمر تېز بادونه دفعه کړي.
دغه سیاره په خپل چاپېریال کې د ځمکې له اتمو سفیر څخه ۱۰۰ برابره نازک اتموسفیر لري.
د اتمو سفیر نشتوالی په راتلونکي کې د په مریخ کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کولی شي.
د اټکل له مخې اوس په مریخ کې په کافي اندازه اوبه شته دي، خو د انسانانو له سترګو پټې دي او دغه حیاتي پدیده کولی شي، چې مریخ ته د انسانانو د کډوالۍ د ستونزو زیاته برخه حل کړي.
د ژمي له خوب څخه د فیلې را ویښېدل
د پلوتو له نږدې اړخ څخه د نویو افقونو په نوم د فضايي بېړۍ توغول او په مریخ سیاره کې د اوبه لیکې پیداکول د ناسا له مهمو ماموریتونو څخه و، چې په دې برخه کې د اروپا فضايي اژانس په مرسته یې روبوتیکه سفینه په بریالي ډول سره لکۍ لرونکې سیارې په سطحه کېنوله.
د ایسا دغه کار د ستاینې وړ دی انسانان تر اوسه پورې په دې نه توانیدلي، چې د لکۍ لرونکي سیارې خوا ته ور لنډ شي، خو دغه اژانس هلته د سیارې په سطخه روبوټ ښکته کړل.
ایسا فضايي اژانس په ۲۰۰۴ ز کال کې یو فضايي بېړۍ د روزتتا په نوم چې د فیله په نوم یو ماشیني روبوټ یې هم لاره د چیریو موف ګراسیمینکو لکۍ لرونکې سیارې ته ولېږه.
له لسو کلونو سفر وروسته په ۲۰۱۴ کال کې لېږدونکی ماشیني روبوټ یې خپل منزل ته ورساوه او په دغې سیارې کې يې خوشې کړ.
د سخت کنګل له امله فیله د دغې سیارې په مخ ناسته نه شوی کولی، خو بلا خره یې په داسې یوې برخه کې ناسته وکړه، چې په هغه برخه کې د لمر وړانګې په سطحه لګېدلې او له څه وخت وروسته د فیلې او روزتتا اړیکه پرې شوې.
د ایسا اژانس مامورین ناهیلې شول، چې د لسو کلونو زحمتونه یې په اوبو لاهو شول او دوی به نور هیڅکله د فیله سره اړیکې و نه شي نیولی.
فیلې خپل چارچ ساتلی و او هلته د ژمي یخنۍ له امله د ژمې په خوب ویده شوې وه، یانې فیله د هایبرنیشن حالت کې واقع شوه او په روزتتا بېړۍ په سرګردانه ډول یې په لټه کې وه، چې بلاخره په ۲۰۱۵ز کال کې د لمر وړانګو له را ختلو سره سم فیله یبا را ژوندی شوه او له بېړۍ سره یې اړیکه قایمه شوه.
اوس مهال فیله په دې هڅه کې دی، چې د سیارو د لکۍ جوړولو راز درک کړي.