نبي عیسې خیل په نړیوال کرکټ کې د ویکټو نیمه سلیزه پوره کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل په نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو کې د ویکټو نیمه سلیزه نن(جمعه)  د زمبابوې خلاف پوره کړه.

نوموړی د افغانستان لخوا دویم توپ اچوونکی (بالر) شو، چې په نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو کې د خپلو ویکټو شمیر ۵۰ ته رسوي.

نبي عیسی خیل د افغان تیزبالر حمید حسن وروسته دویم خو د افغانستان لخوا د لومړي ورو توپ اچوونکي (سپنر) بالر په توګه دغه کارنامه په خپل نوم ثبت کړه.

نبي عیسې که څه هم د زمبابوې خلاف له لومړۍ سیالۍ کې په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې د دولت ځدران، امیرحمزه هوتک، میرویس اشرف او سمیع الله شینواري وروسته بالینګ ته راوستل شو خو ۳ مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې.

نبي عیسی خیل د افغانستان په تاریخي بریا کې د زمبابوې لوبډلې خلاف ۵ اورونو کې د۱۵ منډو په ورکولو سره د زمبابوې کپتان ایلټن چیکومبرا، والر او مساکدزا ویکټې ترلاسه کړې.

نړیوال شهرت لرونکی دیرش کلن محمد نبي عیسی خیل په ۲۰۰۹ کال کې دافغانستان له پاره لومړۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړه.

نبي عیسی خیل تراوسه په ۵۷ نړیوالو پنځوس اوریزه لوبو کې لوبیدلی دی، چې د څه باندې ۱۰۰۰ منډو ترڅنګ یې د افغانستان په ګټه ۵۰ ویکټې هم ترلاسه کړيدي.

نبي عیسی خیل اوسمهال په پنځوس اوریزه لوبو کې د کرکټ نړۍ ۷ م شمیره (ال راونډر) لوبغاړی هم شمیرل کیږي.

د افغان نبي عیسی خیل ۳ ویکټو افغانستان ته د زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې خلاف په نننۍ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې په ۴۹ منډو ستره بریا ترلاسه کړه.

د سیالۍ په پاې کې امیر حمزه هوتک په ۴ ویکټو اخیستلو د لوبې غوره لوبغاړیې اعلان شو خو کپتان اصغرستانکزي رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې په (بیټینګ) کې یې غلطیانې وکړې او باید، چې د راتلونکې له پاره ترې زده کړې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام