تازه نظر پوښتنه: د افغانستان اکثریت خلک د خپل راتلونکي په اړه بد بينه دي

په افغانستان کې اسيايي بنسټ د خپل کلنۍ نظر پوښتنې له مخې وايي، چې اکثریت افغانان په خپل هېواد کې د راتلونکي په اړه بد بینه دي؛ چې د راتلونکي په هلکه د دوی دغه د ناهيلۍ کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله پورته ده.

له ۲۰۰۴م کال راهیسې دغه بنسټ هر کال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې نظر پوښتنې کوي.

یاد بنسټ، چې د (ایشا فونډېشن) په نوم هم یاديږي د ۲۰۱۵م ز کال په دغه نظر پوښتنه کې له ۹۵۸۶ښاریانو څخه پوښتنې شوې، چې په کې ۵۰،۶ سلنه يې نارينه او ۴۹،۴ سلنه يې ښځې تشکيلوي.

د دغه بنسټ راپور نن سه شنبه (نومبر ۱۷) ایشا فونډېشن د مسوولینو له خوا خپور شو.

د یاد راپور پر بنست ۵۴،۷ سلنه وګړي په ۲۰۱۴م ز کال کې په دې باور و، چې افغانستان په يو ښه لوري حرکت کوي؛ خو سږکال بیا دغه شمېره ۳۶،۷ سلنو ته راښکته شوې.

۲۷،۸ په سلو کې د افغانستان د مرکزي ولایتونو او کابل اوسېدونکو او په غربي سيمو کې ۳۰،۵ سلنه خلک د خپل راتلونکي په هلکه بد بینه دي، خو برعکس بیا د هلمند ولایت ۶۲،۱ سلنه اوسېدونکو يې د هېواد د ټولو ولایتونو په پرتله تر ټولوخوخښ بريښي.

هغه ښاریان، چې د خپل راتلونکي له پاره خوش بینه دي، نو ۳۱،۱ په سلو کې بیا رغونې، ۲۸،۵ په سلو کې امنیت ۱۰،۵ په سلو کې د ښې حکومتوالۍ له امله خوش بينه دي.

خو له بل لوري بیا ۵۸،۵ سلنه ښاریان د ناامنیو، ۴۴،۶ سلنه اوزګارتیا، ۲۵،۴ د فساد، ۱۲،۴ د اقتصادي، ۱۱،۴ سلنه يې په هېواد کې د خراب حکومتوالي له امله د افغانستان راتلونکي ته خوښ نه دي.

د دغې نظر پوښتنې له مخې د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه ۴۲،۷ په سلو کې امنیت او ۳۱،۲ په سلو کې اوزګارتیا ده.

په ياد راپور کې د ښځو پر وړاندې کورني تاوتريخوالی، د دغه قشر له پاره د کاري اسانتیاوو نه شتون او بي سوادي د ښځو پر مخ یو له لویو ستونزو ګڼل شوي دي.

۷۱،۴ سلنه خلک په دغه نظر پوښتنه کې بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ يوازنۍ لامل د کاري اسانتياوو نه شتون په ګوته کړي.

همدارنګه ۲۶،۵ په سلو کې بې سوادي، ۱۵،۹ په سلو کې اقتصادي ستونزې، ۱۵،۳د کاري اسانتیاوو نه شتون او ۱۴،۲ سلنه په مخدره توکو روږدېدل د ځوانانو له اصلي ستونزو بلل شوي.

د ایشا فونډيش له لوري په خپور شوي څيړنیز راپور کې راغلي، چې د افغانستان په عمومي خوشحالۍ کې د تېر کال په پرتله زیات فرق نه دی راغلی؛ ۷۴،۹ سلنه اوسېدونکي يې ویلي، چې ډېر او ۲۸،۶ په سلو کې بیا ویلي، چې تر يوې اندازې پورې خوشحاله دي.

جالبه دا، چې د ښځو پر وړاندې په نارينه وو کې د خوشحالۍ فیصدي ډېره ده او د ښار اوسېدونکو په پرتله بیا په لرې پرتو سيمو کې خلک زیات خوشحاله دي.

امنیت

۶۷،۴ په سلو کې خلک ویلي، چې د خپل ځاني امنیت له امله اندېښمن دي او دغه شمېره بیا په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو لوړه ده.

د سویل ختیځ او سویل لويدیځ سيمو اوسېدونکي بیا ۸۱،۱ او ۸۴،۶ په سلو کې د خپل ځاني امنیت له امله تر ټولو په لوړه کچه اندېښمن دي.

۱۸،۲ په سلو کې د ښار اوسېدونکو ویلي، چې په تېر يوه کال کې د دوی د کورنيو ځينې غړي مجرم بلل شوي او دغه شمېره د تېر په پرتله بیا ۳ په سلو کې زیاتوالی ښي.

فزیکي بريدونه، د حيواناتو غلا، ځانمرګي بريدونه، اخاذي او قتل د جرم عمده لاملونه په ګوته شوي.

دغه نظر پوښتنه ښي، چې افغان امنيتي ځواکونه د خلکو په منځ د زیات باور درلودونکي دي؛ ۸۰،۸ په سلو کې په ملي اردو او ۷۰ سلنه بیا پر پولیس باور لري.

دغه شمېره پر پولیسو ۳ په سلو کې او پر ملي اردو ۱ په سلو کې د تېر کال په پرتله د باور د کچې ټيټوالی ښي.

همدارنګه د حکومت له لوري د سولې په هکله له هلو ځلو ۶۲،۶ سلنه خلک خوښي ښودلې، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ سلنه کموالی ښي.

یاده دې وي، چې دغه شمېره په تېر کال کې ۷۲،۵ سلنه وه.

د اسيايي بنسټ له لوري په خپور شوي راپور کې دا هم راغلي، چې ۵۵،۷ سلنه خلک په ۲۰۰۹ م ز کال کې د ترهګرو ډلو سره همدردي ښودله، چې دغه شمېره بیا په ۲۰۱۵م ز کال کې ۲۷،۵ سلنو ته راښکته شوې.

د راپور پر بنسټ ۹۲ سلنه خلک، چې له طالبانو سره، ۷۹،۵ سلنه بهرني ځواکونو، ۴۳،۳ سلنه د پولیسو او ۴۲،۲ سلنه، چې د ملي اردو له ځواکونو سره مخامخ شي، نو ويرې احساس کوي.

۷۴،۳ په سلو کې د ښار اوسېدونکو ویلي، چې د داعش په اړه يې يواځې تبلیغات اورېدلي، خو ۵۴،۲ سلنه يې بیا ويلي، دغه ترهګره ډله کولی شي د دوی سيمو د امنیت له پاره جدي ګواښ وي.

اقتصاد او کاري اسانتیا

۴۹،۳ په سلو کې خلک داسې فکر کوي، چې د دوی اقتصادي ژوندی هيڅ تغیر نه دی کړی، ۲۹،۷ په سلو کې ښاریان ویلي، چې د کورنيو اقتصادي وضعیت په تېر یوه کال کې د خرابېدو لور ته درومي، خو ۲۱ سلنه نور بیا وايي، چې د خلکو اقتصادي ژوند ښه شوی دی.

۵۵،۴ په سلو کې خلک په دې باور دي، چې د کورنيو له پاره کاري اسانتياوې له پخوا هم خراب شوي، ۳۶،۵ په سلو کې وايي، چې هيڅ تغیر يې نه دی کړی، خو ۷،۶ سلنه نور يې بیا وايي، چې کاري اسانتياوې نسبت نورو وختونو ته ښه شوي دي.

د یاد راپور له مخې، په تېر يوه کال کې د لارو او پلونو جوړول ۳۰،۳ په سلو کې، د څښلو اوبو ته لاس رسی ۲۳،۲ په سلو کې او ۲۱،۹ په سلو کې جوماتونه جوړ شوي دي.

ښوونه او روزنه

دغه راپور ښي، چې ۵۴،۵ په سلو کې خلک هيڅ ډول رسمي او غير رسمي روزنې نه دي ليدلي، چې د دغو له ډلې ۶۹،۳ په سلو کې ښځې او ۳۸،۸ سلنه يې نارینه جوړوي.

د یاد راپور له مخې په داسې حال کې، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د خلکو د رضایت کچه کمه شوې، خو ۶۷،۸ سلنه خلک بیا د ماشومانو د ښوونې او روزنې د کېفيت له امله خوشحاله دي.

همدارنګه دغه نظر پوښتنه په ياده برخه کې ۸۰،۱ سلنه د ښاريانو او ۶۳،۷په سلو کې د کلو د اوسېدونکو رضایت له ځانه سره لري.

روغتیا

د دغه راپور پر بنسټ د ښاریانو له ډلې ۴۹،۱ سلنه خلک درملو مرکزونو  او ۴۲،۴ سلنه خلک په نسبي ډول درملو ته د لاس رسي له پاره رضایت ښودلی.

په کلیوالو کې بیا يوازځې ۴۴،۳ مرکزونو او ۳۸،۳ په سلو درملو ته د لاس رسي په برخو راضي دي.

له بل لوري بیا ۲۶،۷ سلنه خلک ویلي، چې صحي وضعیت يې د تېر کال په پرتله خراب شوي دي.

مهاجرت

د راپور له مخې ۳۹،۹ سلنه خلک ويلي که چيري چانس ور برابر شي، نو د افغانستان پرېښودو ته چمتو دي.

دغه شمېره بیا په ۲۰۱۱م ز کال کې ۳۳،۸ سلنه وه.

۴۷،۴ سلنه د کابل اوسېدونکي او ۴۴،۲ سلنه د سویلي ولايتونو اوسېدونکو غرب ته د تلو له پاره ليواله دي.

د حکومت له کړنو رضایت

د دغه نظر پوښتنو له مخې ليدل کيږي، چې د نورو ولايتونو په پرتله په مرکز کې له حکومت څخه د خلکو د رضایت په کچه کې کموالی راغلی.

په ښار کې د خلکو د نه رضایت شمېره ۷۵،۳ سلنه ده په داسې حال کې، چې دغه شمېره په ۲۰۱۴م ز کې ۵۷،۸ په سلو کې وه.

د دغه راپور پر بنسټ ۴۲،۴ فیصده خلک پر ملي شورا باور لري، چې دغه شمېره په نورو وختونو کې ۵۱،۵ سلنه وه؛ خو پر مذهبي رهبرانو او رسنيو د باور کچه بیا ۶۶،۶ او ۶۴،۳ سلنو ته رسېدلي.

د ټاکنو پر کمېسيون د خلکو د رضایت کچه شاخوا نيمايي په سلو کې ښکته شوې.

په ۲۰۱۴ م ز کال کې ۶۶،۴ سلنه وه، خو اوسمهال دغه شمېره ۳۲،۷ سلنه ده.

د ټاکنو شکايتونو اورېدو کمېسيون تر ټولو د اعتماد ټيټې شمېرې لري.

همدارنګه سږکال ۶۶ په سلو کې ښاریان ولسواليو او ښاري دفترونو ته، ۶۳ سلنه عدلي او قضايي بنسټونو، ۶۱،۱ په سلو کې ګمرکونو، ۶۰،۹ د والي دفترونو، ۵۷،۶ سلنه يې وظیفې ته د درخواست کولو پرمهال، ۵۴،۹ په سلو کې د دولتي برق څخه د استفادې کولو، ۵۳،۳ سلنه يې پولیسو، ۵۲،۶ روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي، ۴۳،۲ سلنه ملي اردو او ۴۳ په سلو کې بیا پوهنتونونو او ښوونځیو ته د شاملېدو پر مهال بډې یا رشوت ورکړي.

د منازعې حل

د اسيايي بنسټ راپور ښي، چې له قضايي بنسټونو څخه د خلکو د ګټې اخیستنې کچه له ۲۰۰۷م ز کال راهیسې په تدریجي، خو په با ثباته توګه زیاته شوې.

خو اوسمهال ښاریان د خپل منازعې د حل له پاره په ځانګړي ډول د ځمکې د جنجالونو په موخه ۴۷ سلنه او د اوبو د ستونزو د حل په هدف ۲۴،۴ سلنه سيمه ییزو مشرانو ته، ۳۰،۳ سلنه خلک د روغتيايي ستونزې د حل په هدف رسمي او ۱۰،۵ نور بیا ولسوالیو ته مراجعه کوي.

سياسي مشارکت

د دغه راپور موندنې ښي، چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون ویره د تېرې دورې په پرتله ۴۵،۸ سلنه زیاتوالی موندلې، چې ۵۵،۶ فیصدو ته رسېدلې.

په هزاره میشتو سيمو کې د رای ورکولو له پاره تر ټولو د ټيټې کچې ویره شته، خو تر ټولو لوړه يې بیا په سويل غربي سيمو کې لیدل شوي.

په لاريونونو کې د خلکو د ګډون ویره ۶۹،۱ او دفترونو ته د تګ په موخه دغه کچه بیا ۷۲،۸ سلنو ته رسېدلې ده.

د یاد نظر پوښتنې رسمي شمېرې ښي، چې ۷۳،۱ خلک په تېرو کلونو کې پر دموکراسي نظام باور درلود، خو دغه کچه اوس ۵۲،۲ سلنو ته ټيټه شوې.

یاده دې وي، چې دغه ټيټوالی هم د تېرو لسو کلونو په پرته بی ساری ګڼل شوی دی.

جالبه دا، چې ۶۲،۸ سلنه خلک غواړي، چې باید ديني عالمان په سیاست کې ګډون وکړي او دغه کچه هم د نورو کلونو په پرتله شاوخوا دوه نیم سلنه کمه شوې.

معلوماتو ته لاس رسی

د ایشافونډیشن له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي، چې ۷۵،۷ سلنه ښاریان د راډیو، ۶۱،۶ ټلویزیون، ۵۰،۳ له ګوشي، ۴۸،۳ جوماتونو، ۳۷،۴ د ټولنیزو شوراګانو او ۹،۶ سلنه نور بیا د انټرنټ له لارې خبرونه اوري او نور معلومات تر لاسه کوي.

۳۳،۸ سلنه خلک غواړي، چې د ۶ بجو خبرونه واوري.

۲۵،۸ سلنه يې سریالونه ګوري، ۴ په سلو کې ديني او ۳،۱ په سلو کې بیا ورزشي خپرونې ګوري.

له بل لوري ۲۱ سلنه خلک وايي، چې د دوی په کورونو کې حداقل يو تن انترنټ ته لاس رسی لري.

په دغه راپور کې له انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې کچه نسبت نورو کلونو ته زیاتوالی موندلی دی.

د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۳م ز کال کې له انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې کچه ۳،۲ سلنه وه، چې اوسمهال دغه شمېره ۹،۶ سلنو ته پورته شوې ده.

ښځې

۵۰،۱ سلنه خلک ویلي، چې ښځې باید د رای ورکولو حق ولري.

پټه دې پاتې نه وي، چې د ۲۰۱۴م ز کال په پرتله په دغه شمېره کې هم کموالی راغلی.

په ياد کال کې دغه شمېره ۵۶ سلنه وه.

۲۷،۴ سلنه خلک په دې باور دي، چې ښځې باید مخکې د رای ورکولو څخه له نارينه وو سره مشوره وکړي، خو ۲۱،۹ نور يې بیا وايي، چې د ښځو د رايو په برخه کې باید نارینه تصميم ونیسي، چې دوی چاته رایه ورکړي.

په سویل لويدیځ سيمه کې دغه شميره بیا ۲۹،۸ سلنو او هزاره میشتو کې بیا ۶۸،۴ سلنو ته صعودي کچه ښي.

په دغه نظر پوښتنه کې، ۸۰،۵ سلنه خلک د بد ورکولو او ۶۴،۷ د نجونو له بدلي سره مخالفت ښودلی دی.

۳۵،۱ ښاریان برقع(څادري) ۲۷،۷ حجاب (نقاب) د ښځو له پاره په عمومي ځايونو کې تر ټولو ښه حجاب بلل شوی دی.

یواځې ۱،۲ سلنه خلک ویلي، چې ښځې کولی شي عمومي ځایونو ته پرته له څادرۍ لاړې شي.

له بل لوري بیا ۷۴ سلنه خلک په ټولنیزو شوراګانو کې د ښځو له ګډون سره موافقت ښودلی.

همدارنګه ۵۲،۹ سلنه خلک په دې باور دي، چې ښځې باید په ولسمشریزو ټاکنو کې ځانونه کاندید کړي.

په کابینه کې د ښځو د ګډون په اړه ۵۸،۵ سلنه ولایت له پاره ۵۷،۶ او لویو شرکتونو کې ۵۶،۳ سلنه خلک رضایت لري.

د دغه راپور پر بنسټ ۷۸،۲ سلنه په ټولیزه او یا تر یوې کچې پورې موافق دي، چې باید ښځې لکه د نارینه و په شان ښوونيزو امکاناتو ته لاسرسی ولري.

له بل لوري ۶۴ سلنه خلک د دې پلوي کوي، چې ښځې باید له کوره بهر کار وکړي.

۸۵،۷ سلنه يې د نجونو له ښوونځيو، ۸۳،۷ سلنه روغتيايي مرکزونو، ۷۰،۷ سلنه يې دولتي دفترونو، ۶۶،۵ يې مختلطو ښوونځيو، ۴۴،۲ سلنه يې غېر دولتي سازمانونو، ۴۱،۴ پولیس او اردو، ۳۴،۸ سلنه يې خصوصي شرکتونه د ښځو له پاره مناسب ځایونه ښودلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام