د اقتصاد وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمد اسماعیل رحیمي وايي، چې د افغانستان ۳۶ سلنه خلک د غربت کرښې په ټیټه کچه کې ژوند کوي او شاوخوا ۵۰ هېواد وال د غربت په کچه کې دي.
رحیمي په افغانستان کې د غربت د وضیعت ارزونې په اړه دویم کنفرانس کې وویل، چې د هېواد اقتصاد د تېرو کلونو په پرتله پرمختګ کړی، خو د غربت ګچه لا کمه شوې نه ده.
اجرایه رییس عبدالله هم په دې غونډه کې خبرې وکړې.
ده وویل، په هېواد کې یواځې جګړه د غربت کچې زیاتېدو لامل نه ده بلکې اداري فساد، ضعیف مدیریت او وقفه یي پانګه ونه هم لاملونه دي.
عبدالله وايي، چې د انساني سرچېنو، د ښوونې او روزنې او کرنې په برخه کې پانګه ونه د غربت کچې کموالي کې اغیزمن رول لري.
د نړیوال بانک استازی رابرټ ریسمام هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
ده وویل، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او یو پر دریېمه برخه خلک یې د غربت کرښې لاندې ژوند کوي.
رابرټ وايي، چې ډېر کم طبیعي ګواښ افغانان له سختې ستونزې سره مخ کولی شي.
د اقتصاد وزارت د دغه تحلیلي راپور چمتوکول د افغانانو اړتیاوو پېژندل او یو داسې پلان برابرول په ګوته کوي، چې پرمختللي بسیا اقتصاد له پاره زمېنه برابره کړي.