د کندهار ولایت د پوهنې چارواکو د روښان په نوم خصوصي ښوونځی او یو وړکتون یې له دې کبله وتاړه، چې پاکستانی نصاب یې تدرسا کاوه.
د دغه ولایت پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد عوض نظري نن د (نومبر په ۶مه) سلام طندار سره په مرکه کې وویل، چې د روښان ښوونځي څخه یې د فعالیت جواز اخیستی دی او تر هغه به د ښوونځي دروازې تړلي وي، چې د تدریسي نصاب موضوع معلومه شوي نه وي.
نظري وايي، د دوی موندنې ښيي، چې په روښان ښوونځي کې د پاکستان کلتور، تاریخ، د پاکستان پوځ او سیاسي مشرانو ستاینې په انګلیسي ژبه تدریس کېدلې.
ده وویل، چې موضوع به ډېر ژرعدلي اوقضايي بنسټونو ته وسپاري.
دغه خصوصي ښوونځی او وړکتون مدیر عبدالنافع روښان هم مني، چې دغه کار يې په ناپوهۍ کې تر سره کړی دی.
نوموړي وايي، ده ته څرګنده نه وه، چې دغه نصاب د افغانستان د ښوونیز نصاب او اصولو خلاف دی.
د کندهار ښار مدني فعالان او ولسي خلک هم د دغه ښوونځي او وړکتون د مسولینو دغه کار غندي او د افغاني کلتور سره لویه جفا بولي.
د روښان ښوونځي او وړکتون په ښوونیز نصاب کې له لومړي ټولګي تر دریم ټولګي پورې زده کوونکو ته په انګلیسي ژبه داسې مضمون تدریس کېده، چې
په هغه کې د پاکستان ملي سرود، پوځیانو، ولسمشرانو او پاکستانۍ کالدارو تصویرونه په کې موجود و او د پاکستان د تاریخ په اړه په بشپړ معلومات په کې لیکل شوي وو.