په یوې پخوانۍ زړې جونګړه کې ناسته ده او ناروغان ورته په لیکه يو پر بل پسې د معاینې له پاره ورځي.
په ځانګړي مهارت سره د ناروغانو د بدن په داغونو ملحم لګوي او د پوستکي لاندې یې درمل ننوځي.
ناروغان یې د نجیبې قابلې په نوم پېژني.
د نجیبې په خبره یوناني طبابت یې له پلاره زده کړی دی.
نوموړې وايي، له ونو بوټو جوړ شویو درملو په وسیله د بره ګي او تور داغونو درملنه کوي.
نجیبې وویل، درمل جوړول یې له پلار ه زده کړي دي او د دغو ناروغیو له پاره یې اوس په خپله جوړوي.
مېرمن نجیبه اوس د دوا جوړنې په برخه کې زدکړې کوي او وايي، چې د دغو ناروغیو د درملنې شیوه یې په خپله زده کړې ده او له ۱۴ کلونو راهیسې د دغو درملو نه په ګټې اخیستنې سره شاوخوا د ۷۰ تنو درملنه یې کړې ده.
دغه ډاکټره وايي، د دې د درملنې طریقه د نورو سنتي او ساده ډاکټرانو سره توپیر لري.
هغه خپل ناروغان په ۷ یا ۸ میاشتو کې درملنه کوي.
نجیبې وویل، چې له ټول افغانستانه د تور او سپینو داغونو لرونکي کسان ورته د درملنې له پاره ورځي.
د نجیبې په خبره، د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو شاوخوا ۶۰۰ ناروغان درملنې ته ورغلي دي.
نجیبه وايي، د شبرغان زیات ډاکټران ور سره مخالف دي، خو بیا هم ډېر ناروغان یې دکور دروازې ټک ټکوي.
نوموړې ادعا کوي، چې د داسې کسانو درملنه یې کړې ده، چې په کابل او پاکستان کې یې هم درملنه نه ده شوې.
ثنا الله هغه کس دی، چې څو ځلې یې د نجیبې له لوري درملنه شوې ده.
دی وايي، چې د بدن مهم ځایونه یې بېرته عادي رنګ ته ګرځېدلي دي.
له بل لوري د پوستکي ناروغیو متخصصه راضیه عالمي وايي، چې تر اوسه پورې پوهانو د ویتیلوګو یا د تورو او سپینو داغونو(بره ګي) درملنه نه ده موندلې، نو له همدې امله په پوره ډول درملنه یې سخته ده.
د دې په خبره، د دغو ستونزو د درملنې په برخه کې د یوناني طبیبانو ادعا علمي بنسټ نه لري.
د طب په ډګر کې د بې سارو پرمختګونو سره سره بیا هم د افغانستان ناروغان یوناني طبیبانو او حکیمانو ته ورځي.
په نړۍ کې د سنتي طب مخینه ۶ زره کلونو ته رسیږي، د خلکو په باور له بوټو جوړ شوي درمل اړخیز عوازض نه لري او ارزانه هم دي.