برېښنا شرکت: ۳۰ میلیونه افغانۍ مو له پوروړو اخیستي دي

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې د زورواکو او هغو بنسټونو د برېښنا مزو په غوڅولو سره چې د مصرف شوې برېښنا پيسې نه ورکولې تر اوسه یې له دغو کسانو نه شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ اخیستي دي.

د دغه شرکت مسولین وايي، تېره اونۍ د رسنیو په موجودیت کې او د پولیسو په مرسته د برېښنا پوروړو د کورونو د مزو غوڅول پیل کړل.

د برېښنا شرکت سوداګریز مرستیال صفي الله احمدزي وویل، دغه کار مثبته پایله لرله او د برېښنا مزو په غوڅولو سره یې د هغو کسانو نه چې له څو کلونو راهیسې د برېښنا پوروړي وو؛ پورونه واخیستل.

داسې انګېرنه موجوده وه، چې دغه زورواکي به د برېښنا مزو له غوڅولو او پورونو له ورکولو پرته د برېښنا مزي په خپل سر وتړي.

خو د برېښنا شرکت د چارواکو پر خبره، د رسنیز پوښښ او حکومت په مرسته دغو کسانو له زوره  استفاده ونه کړه.

احمدزي وویل د برېښنا یو شمېر پوروړو ژمنه کړې ده، چې ډېر ژر به خپل پورونه ادا کړي.

ده وویل، هغه کسان، چې د برېښنا پيسې نه ورکوي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي او زیاته کړه، چې د برېښنا پوروړو کسانو او بنسټونو شمېر ۲۵ رزو ته رسیږي.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې ډېر پوروړي یې زورواکي او د پخواني او اوسني حکومت چارواکي دي.

د دوي پر خبره، د ننګرهار پخواني والي ګل اغا شیرزوی، د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر سید مخدم رهین، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار او د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی هغه کسان دي، چې د برېښنا بېل پیسې یې نه دي پرې کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام