د عامې روغتیا وزیر: د نشه يي توکو پر بدیل کار کوو

د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د عامې روغتيا وزیر فېروز الدين فېروز وویل، چې دی د هېروینو او تاریاکو پر بدیل کار کوي.

دی وايي، چې د تارياکو او هېروينو پر ځای به د " متادون"په نوم تابلیت روږدو کسانو ته ورکړي.

هغه وايي، چې متادون د هېروينو او تارياکو پر ځای د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې کارول کيږي، چې خورا زیاتې ګټې هم لري.

د ډاکټرانو په وينا، پر هېروينو روږدي کسان نه شي کولی، چې د پرېښودو له پاره يې لکه سګرټ ورځ تر بلې يې د څکلو اندازه کمه کړي.

هېروين داسې يو خاصيت لري، چې باید روږدي کسان يې په هماغه اندازه یعنی نه کم او نه زیات وڅکي.

خو د عامې روغتيا وزیر په خبره، په دغه متادین نومي تابلیت کې داسې وړتيا شته، چې استعمالونکي يې کولی شي د ورځ په تېرېدو سره مقدار کم کړي، خو پر روږدي شوي شخص اثر ونه کړي او د ورځ په تېرېدو سره به يې دا چاره د پرېښودو لامل شي.

د عامې روغتيا وزیر زیاتوي، چې دغه تابلیت د کوکنارو په پرتله ارزان دي او همدارنګه د هېروينو برعکس د اخته کسانو فزيکي فعالیت هم نه کموي.

د فېروز الدین په وينا، اوسمهال پر دغو تابليتونو د افغان دولت له لوري بندیز لګېدلی، خو دی به کوښښ وکړي، چې د دغه تابلیت پر استعمال او واردولو لګول شوی بندیز لرې کړي.

همدارنګه د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د کورنيو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي هم استجواب شوی و.

هغه وویل، چې د پخوا په پرتله د لازمو امکاناتو او هوايي ځواک نه شتون د دوی یو له جدي ستونزو بلل کيږي.

بازمحمد وايي، چې ۱۳۹۱ م لمریز کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له پاره دوی ۵ زره پولیس درلودل، چې اوس دغه شمېره شاوخوا نيمايي ته راټيټه شوې.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال زیاته کړه، چې همدا اوس د دوی د ځانګړو قطعاتو ۸۰ سلنه پولیس په بغلان او کندوز ولایتونو کې په جګړو بوخت دي، چې په وينا يې په دغه حالت کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کول ستونزمنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو پر بنسټ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په قانون کې شاوخوا ۸۰ سلنه تغيرات راغلي، چې د وکيلانو په وینا د دغه قانون په پلي کولو سره به د نشه يي توکو د مخنيوي په اړه زیاتې ستونزې را کمې شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام