ولې د لوګر اوسېدونکي د طالبانو صحرايي محکمو ته مراجعه کوي؟

د لوګر په خروار، ازرې، بره کي برک، او خوښي ولسوالیو کې خلک د خپلو شخړو او ستونزو د هوارې په موخه د دولت پرځای د طالبانو محکمو ته ځي.

دوی چې پر دولت بې باوره دي؛ ډېرې پرېکړې د طالبانو په محکمو کې حلوي.

د یادو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان دولت په څارنوالیو او محکمو  کې د رشوت او بډو اخېستلو له امله خپلې ستونزې او شخړې پر طالبانو هواروي.

د لوګر ولایت د بره کي برک او خروار ولسوالیو اوسېدونکو حاجې عبدالرحمان سلام وطندار ته وویل، د دوی په سیمو کې ځکه خلک د طالبانو محاکمو ته مراجعه کوي، چې طالبان ټولې پریکړي بې له رشوته او چټکې پرېکړې کوي.

د عبدالرحمان په باور،: "د طالبانو ټولې پرېکړې له شرعي نظام سره برابرې دي."

د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد داود هم پر دولتي څارنوالیو او محکمو بې باوره دی.

دی وايي، چې د دولت په څارنوالیو او محکمو کې که څوک شخړه یا هم دعوه ولري؛ په پرېکړې به یې کلونه – کلونه واوړي، خو پایله به یې بیا هم بې نتیجې وي.

د داود پر وینا، چې تر ډېره د لوګر په څارنوالیو او محکمو کې فساد او خپلوي پالنه روانه ده؛ نو ځکه خلک د دولت محکمو ته زړه نه ښه کوي.

بل لور ته د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی هم مني، چې د دغه ولایت په ناامنه سیمو کې خلک طالبانو ته مراجعه کوي.

د دی باوري دی، چې د دې ولایت په ناامنه ولسوالیو، لکه خروار، ازرې او څرخ کې د لېرې واټن او ناامنیو له کبله خلک د خپلو دعوو او شخړو د هواري له پاره د طالبانو محکمو ته ځي، خو دا هم وایي، چې د پخوا په پرتله دغه کچه راکمه شوې ده او د خلکو ډېرې ستونزې اوس د لوګر په ولایتي شورا او د لوګر په محکمو کې حلېږي.

د ستانکزي پر خبره، لوګریان ډېر وخت ځکه د طالبانو محکمو ته ځي، چې یا خو د هغوی تر کنترول لاندي سیمو کې ژوند کوي او یا نه غواړي، چې د افغانستان قضایي سیستم ته د خپلو قضیو له وړلو سره د ډېر وخت له پاره د محکمې حکم ته په تمه شي.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي سلام وطندار ته ومنله، چې د دغه ولایت په درېیو  ولسوالیو ازرې، خروار او د څرخ اوسېدونکې د خلکو ستونزو او شخړو د هوارې په موخه د دولت پر ځای د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي.

ښاغلي فدایي وایې، چې د لوګر په څلورو ولسوالیو کې د افغانستان دولت څارنوالي او محکم هیڅ وجود نه لري.

د لوګر والي زیاتوي، چې ډېر ژر به د لوګر په څرخ او ازرې ولسوالیو کې محکم او څارنوالۍ فعاله کړي. خو دا ردوي، چې کواګې د لوګر په محکمو کې د فساد او بډو اخېستلو له کبله خلک د طالبانو صحرايي محکمو ته مراجعه کوي.

خو په ورته وخت کې د لوګر د استناف څارنوال عبدالقیوم نورزی سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د پخوا په پرتله په دغه ولایت کې دغه ستونزه په  بشپړه توګه هواره شوې او تر ډېره د ناامنه سیمو اوسېدونکي هم د مرکز پل علم محکمې ته مراجعه کوي.

نورزی پر خپلې ادارې لګېدلي تورونه په کلکه ردوي، چې ګواکې د لوګر په محاکمو کې د فساد او بډو اخستلو له امله خلک د طالبانو محاکمو ته مراجعه کوي.

که څه هم نړیوالي ټولني په تېره لسیزه کې د افغانستان د قضايي سیستم پر پیاوړي کولو باندي په میلیونو ډالر لګولي دي، خو بیا هم کارپوهان د دولت دغه څانگه په اداري فساد کې په پراخه توګه په لاس لرلو تورنوي او داسې ښکاري، چې دولت په دومره موده کې دغه ارګان ته په سمه توګه پاملرنه نه ده کړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام