د لوړو زده کړو وزارت د هرات په بېلابېلو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو وزارت د ښوونيز نظام د برېښنايي کېدو په موخه دوه ورځني ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې ۷۰ تنه د لوړو زده کړو استازي، د داخلي او بهرنيو مسولان او نور کارپوهانو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو چارواکي وايي، چې دوی هڅه کوي د دغو ناستو له لارې د لوړو زده کړو ښوونيز نظام برېښنايي او په عمل کې پلی کړي، چې دا به تر ټولو نوی او د نړۍ سره برابره پريکړه وي.
د یاد وزارت مرستیال محمد عثمان بابري وايي، چې د لوړو زده کړو وزارت د خپل ښوونیز نظام د برېښنايي کېدو په موخه هرات ولایت ورغلی.
هغه زیاتوي، چې د داشان برنامو د ترسره کېدو يواځنۍ موخه په پوهنتونونو کې د ښوونيز نظام د کېفيت لوړول دي.
بابري وايي، چې اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت زوړ سیسټم، په ځينو پوهنتونونو کې د ښوونيز نظام د کېفيت ټيټوالی، د ټکنالوژۍ نه شتون او نور هغه سترې ستونزې دي، چې دغه وزارت ورسره مخ دي.
د هغه په وينا؛ په پام کې ده، چې د هرات ولایت په ګډون د هېواد په نورو لويو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو د ښوونيز نظام د برېښنايي کېدو په هدف بېلابېلې برنامي ترسره کړي.
بابري وايي، چې دغه برنامه سياسي، بیخ بنايي او ظرفيتي ملاتړ ته ضرورت لري.
له بل لوري د بیخ بناوو او بشري حقونو په برخه کې د ولسمشر سلاکار محمد همایون قيومي وايي، چې دغه برنامې به د محصلينو د علمي کچې د لوړولو ترڅنګ د افغانستان پوهنتون د نړۍ له پوهنتونونو سره هم وصل کړي.
د قيومي په خبره نړېوال بانک په دغه برخه کې د افغانستان له پاره ۵۰ ميليونه ډالره ځانګړې کړې او ژمنه يې کړې، چې که چېرې ښه پرمخ ولاړ شي، نو دغه مرسته به ۱۰۰ میليونو ډالرو ته ورسيږي.
له بل لوري د هرات د پوهنتون سرپرست مشر محمد حسن فريد وايي، د دغې برنامې د عملي کولو وروسته به نور دې ته اړتيا نه وي، چې محصلين کتابخانو ته مراجعه وکړي.
اخوا د هرات والي محمد اصف رحيمي وايي، چې د لوړو زده کړو له لوري د ښوونیز نظام له برېښنايي کېدو وروسته به اوسنۍ ستونزې هوارې شي.
یاده دې وي، چې د افغانستان په زیاتو پوهنتونونو کې اوس هم له زوړ او پخواني سيسټم څخه استفاده کيږي او له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د ميليونونو ډالرو مرستو سره سره اوس هم ډېر کم داسې پوهنتونونه شته، چې په ښوونیز نظام کې د اوسنيو برېښنايي سیسټم څخه کار اخیستل کيږي.