د کرکټ ملي لوبډله زمبابوی پر خلاف د چمتووالي پړاو بشپړ کړ

ټاکل شوې ده، چې د زمبابوی په روان سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د کوربه زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې خلاف لومړۍ نړېواله ۵۰ اوریزه لوبه ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک له زمبابوې څخه په خپره شوې ویډیو کې ویلي، چې افغان لوبډله د سبا ورځې سیالۍ له پاره پوره چمتووالی لري.

دغه راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغرستانکزي نن د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې له کپتان "ایلټن چیکومبرا" سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې زمبابوی ته د سیالیو ګټلو له پاره تللي دي.

ستانکزي زياته کړه، چې زمبابوی کې ورته تمریني سیالیو ډیره ګټه کړې ده او هېواد ته د ډک لاس ستنېدو تمه لري.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې د سبا ورځې سیالۍ به د زمبابوې په "بولاوایو" نړيوال لوبغالي کې د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې پیل شي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو د هېواد کرکټ ملي لوبډلې کرکټ مینه وال په ټلویزیون د سیالیو ژوندي بهیر خپریدو له پاره په تمه ساتلي، خو تراوسه په تلویزون د سیالیو د ژوندي بهیر په اړه کوم څرک نه لګي.

د یادونې وړ ده، چې دواړه افغانستان او کوربه زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پداسی حال کې یو د بل په وړاندې دلوبې ډګر ته وځي چې وروستۍ سیالۍ یې بایللې دي.

تراوسه په نړیوال کرکټ کې د افغانستان او زمبابوی کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ تیرکال ۴ نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې ترسره شوې دي، چې په کې دواړو لوبډلو دوه دوه بریاوې خپلې کړې دي.

ټاکل شوې ده،  په روان سفر کې به افغانستان ۵ نړیوالې پنځوس اوریزې او ۲ نړیوالې ۲۰ اوریزې لوبې د کوربه کرکټ ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ په لومړي ځل د دومره زیاتو سیالیو لړۍ سبا پیل او دروانې اکتوبر میاشتې په ۲۹ مه نیټه به پای ته ورسیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام