سوریې په راتګ پړاو فوټبال لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸زېږدیز کال فوټبال نړیوال جام او دغه راز ۲۰۱۹ زېږدیز کال اسیا فوټبال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه افغانستان د غوراوي پړاو بله لوبه هم وبایلله.

د افغانستان او سوریې فوټبال ملي لوبډلو تر منځ دغه د راتګ پړاو لومړۍ او په ټولیزه توګه پنځمه لوبه په کوربه سوریې هېواد کې د امنیتي ستونزو له کبله د عمان هېواد په (سي) فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه.

د فوټبال نړیوالې شورا له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، چې په سیالۍ کې سوریې لوبډلې افغان لوبډلې ته ۵ د ۲ ګولونو پر وړاندې ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې د افغانستان له پاره لومړی (سوپر) ګول د لومړۍ نیمایي په ۴۴ مه دقیقه کې نورالله امیري او د دویمې نیمایي په ۷۸ مه دقیقه کې فیصل شایسته ترسره کړ.

دغه راز د سوریې لوبډلې له پاره اسامه عمري هیټریک وکړ، چې په ۹ مه ، ۲۱ مه او ۸۳ مه دقیقه کې د محمود المواص د ۳۲ او ۹۰ مې دقیقې ګولونو ترڅنګ د افغانستان خلاف ګولونه ترسره کړل.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې په (تګ) پړاو لومړۍ لوبه کې سوریه فوټبال ملي لوبډلې په ایران کې افغان ملي لوبډلې ته ۶ د ۰ ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه وه.

د افغانستان خلاف د دواړو (تګ) او (راتګ) پړاو بریاوو وروسته سوریې فوټبال ملي لوبډله په روانو غوراوي پړاو لوبه په دوام په خپل (اي) پنځم ګروپ کې په لومړي مقام کې پاتې شوه.

افغانستان په روانو ټاکنیزپړاو لوبو کې د ۵ لوبو وروسته یواځې د کمبودیا خلاف بریا لري او په ۳ امتیازونو سره د ۵ لوبډلو په کتار کې څلورم مقام کې ځای لري.

ټاکل شوې ده، روان کال به افغان فوټبال ملي لوبډله په روانو اسیایي ټاکنیزسیالیو کې وروستۍ لوبه د راتلونکې نومبر میاشتې په ۱۲ مه نېټه په (راتګ) پړاو کې د ایران په مشهد ښار کې له (کمبودیا) فوټبال ملي لوبډلې سره وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام