افغان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې له پاره د مشر روزونکي تشه یو ځل بیا په پاکستاني روزونکي انضمام الحق ډکه کړه.
انضمام الحق د کبیرخان او راشد لطیف وروسته درېیم پاکستانې دی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګومارل کیږي.
کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه ویل شوي، چې دغه پاکستانی روزونکی د افغانستان کرکټ بورډ او کرکټ نړېوالې شورا د مسوولینو له خوا د ازموینې وروسته په دنده ګمارلی دی.
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو ویلي دي، چې پاکستاني پخواني کپتان انضمام الحق له افغان کرکټ بورډ سره یواځې د زمبابوې سفرله پاره تړون لاسلیک کړی دی.
په همدې حال د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشرشفیق الله ستانکزي (کریک انفو) ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، چې ښایي د زمبابوې سفر وروسته له انضمام الحق سره تړون د ۲ کلونو لپاره وغځول شي.
پاکستانې انضمام الحق په داسې حال کې د لنډې مودې له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ګومارل کیږي چې د کرکټ بورډ اوسنۍ ادارې څو اونۍ وړاندې انګلستاني روزونکی انډي مولز او اسټرالوی پیټرانډرسن له تړون شوې مودې پای ته رسېدو وړاندې له دندې رخصت کړل.
۴۵ کلن انضمام الحق په ۱۹۹۲م ز کال کرکټ نړېوال جام سیالیو کې د پاکستان له پاره نړیوال کرکټ پیل کړ او په ۲۰۰۷ کال کې دنړیوال کرکټ سره تر مخه ښې یې ۱۲۰ ټیسټ ، ۱ نړیواله شل اوریزه او ۳۷۸ نړیوالې ۵۰اوریزه لوبې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې له پاره ترسره کړی.
له دې وړاندې افغان کرکټ بورډ ویلي وو، چې له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې سره د مل بالینګ سلاکار مشتاق احمد سره یې مثبتې کړیدي دي او هم سریلانکایي افسانوي کرکټر سنت چې سوریا هم ورته د روزنې په موخه عریضه سپارلې ده خو د دواړو څخه د ازموینو په موخه کرکټ بورډ څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ افغان کرکټ بورډ د انټرنیټ له لارې د کرکټ نړیوالې شورا د مسوولینو په شتون کې له پاکستاني الاصله انګلستاني کرکټراظهرمحمود ، هندې سیدهارن سریرام، سویلي افریقایي ابراهیم محمد په نوم له روزونکو څخه ازموینه هم واخیسته.
افغان کرکټ بورډ دا ندي ویلي، چې نوموړی به کله او چیرته د روزنې په موخه له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یوځای شي؟
د یادونې وړ ده، چې دافغانستان ۱۹ کسیزه کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د مشر روزونکي پرته د بشپړ غړیتوب لرونکی زمبابوی کرکټ ملي لوبډلې خلاف مهمو سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه په کابل کې په تمریناتو بوخته ده.





