د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړی استازی نېکولاس هاېسم د روان زېږدیز کال تر پایه پورې د جګړو د زیاتېدو خبر ورکوي.
هاېسم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د راپور ورکولو پر مهال ویلي دي، افغانستان د نړېوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري، د ده پر خبره، تر اوسه پورې دغه هېواد بشپړ ثبات نه لري.
نوموړی وايي، افغانان نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. هاېسم زیاتوي، چې هره ورځ له هېواده د یو شمېرخلکو وتل؛ له حالاتو او حکومت څخه د خلکو د زړه توروالی ښيي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي وویل، چې خلک له یوه غیر شفاف حالت سره مخامخ دي او په ډېرې لېوالیتا سره د نړېوالې ټولنې ملاتړ، ښکېلتیا او د کورني ثبات د څرکونو او نښو څارنه کوي.
هاېسم وايي،" د نړېوالې ټولنې د دوامداره ملاتړ یوه اشاره کولی شي، دغه اوسنۍ بې باوره فضا، چې د یوشمېرافغانانو د وتلو لامل شوې بهتره کړي."
ده همدا ډول وویل، روانې جګړې په افغانستان کې د ولسي وګړو د تلفاتو لامل شوي دي او وايي، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان زېږدیز کال په ۸ میاشتو کې د ولسي وکړو د مرګ، ژوبلې کچه تر پخوا زیاته شوې ده.
هاېسم وویل، د ولسي وګړو د تلفاتو د لویې برخې مسولین د تل په څېر د افغان دولت وسله والو مخالفین دي.
هاېسم د خبرو په پای کې ژمنه وکړه، د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي، چې افغانستان دولت، طالبان، ګاونډي هېوادونه او نړېواله ټولنه یې په افغانستان کې د یوې دوامدارې سولې د رامنځ ته کولو لپاره ترسره کوي.
نوموړي ۳ میاشتې مخکې ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وروستي راپور کې په افغانستان کې د داعش ډلې له لوري د مرکزونو د جوړولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.





