د افغانستان په درېيو ولايتونو کې د کرکټ ټسټ لوبې پېليږي

په پام کې ده، چې د افغانستان په خوست، ننګرهار او کابل ولايتونو کې د کرکټ بورډ له خوا ۲۰ ورځنۍ ټسټ لوبې پېل شي.

له خوست څخه سلام وطندار ته رارسېدلي راپورونه وايي، چې د دغو لوبو پېل به د همدغه ولایت څخه کيږي.

د راپورونو پر بنسټ یاده لوبه به سبا د اګست په ۲۸ مه نېټه پېل شي او د راتلونکي اکټوبر میاشتې تر ۱۸ مې به دوام وکړي.

په دغو ټسټ لوبو کې د ملي، اې او د ۱۹ کلن ټيمونو لوبغاړي به هم ګډون وکړي.

په لوبو کې به پنځه ټيمونه ګډون کوي او پای لوبه به يې په کابل کې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له خوا د دغو لوبو يواځينۍ موخه په هېواد کې د داخلي کرکټ وده ده.

دیادونې وړ ده، چې د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله د اګست ۲۵ مه په کرکټ بورډ کې د خوست والي او کرکټ بورډ د لوړو پوړو مشرانو له خوا دمالیزیا پلازمینې کولالمپور په لور رخصت شوه.

دغه سیالۍ د افغانستان په ګډون د سعودي عربستان، نیپال، کویټ، مالیزیا او عربي اماراتو لوبډلو په ګډون ترسره کیږي.

د کرکټ اسیایي شورا د معلوماتو له مخې چې دغه سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ پیل او د سپټمبر تر ۳ مې نیټې به په لیګ بڼه ترسره شي.

ټاکل شوې ده، ددې سیالیو په لومړۍ لوبه کې به افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه له کویټ لوبډلې سره ترسره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام