۱۶ کلنه هندوراس مېشتې "نیسي پرس" دوې ورځې مخکې د (اګسټ په ۲۴مه) هغه مهال، چې شپه نیمايي شوې وه، غوښتل يي د لاس مينځلو ځای ته لاړه شي؛ د ګولې ناببره غږ په اورېدلو سره د کور د انګړ پر لاره بې هوشه پر ځمکه رالوېږي.
دا وېره وونکی غږ یې کورنۍ هم له خواږه خوبه را پاڅوي؛ ګوري، چې پرس په انکړ کې بې هوشه پرته ده.
د پرس پلار او مور په شدت مذهبي وګړي، خپل لور په داسې حالت کې وینې، چې له خولې یې زګونه راغلي دي، دوی ګومان کوي، چې خبیثه ارواح ګانو یې لور کلابنده کړې ده.
بې له ځنده د سیمې له راحبانو نه د لور د خلاصولو له پاره مرسته غواړي، د راحبانو له پاتې راتلو وروسته د نیسي پرس پلار او مور دې ته اړ کېږي، چې نوموړي روغتون ته یوسي.
د نیسي په وجود کې د ژوند نښې ورو – ورو له منځه ځي، ځان یې سوړ پوړ او بې سا کېږي.
ډاکټران د بېلابېلو ازموینو په کولو سره په نیسي کې د ژوند هیڅ ډول نښې پيدا نه کړي او بلاخره یې مړینه تاییدوي.
پېغله نیسي پرس، چې امیدوار هم وي؛ د ناویتوب په کالو کې ښخېږي.
رودی ګونزالس یوه ورځ وروسته د خپلې مېرمنې د قبر لیدو او د زړه خوالې له پاره هدېرې ته ورځي، ناڅاپي متوجه کېږي، چې د مېرمنې له قبر نه یې خپنده غږ راپورته کېږي.
رودي په چټکتیا سره نور خلک را خبروي، د نیسي کورنۍ ځانونه هدیرې ته را رسوي او د قبر د سپړلو چارې پیلوي او نیسي را بېرته له قبره راوباسي.
نیسي د سیمې نژدې روغتون ته وړي، د نیسي ګوتي تورې شوي وي او وچولي یې ټپي شوی وي.
ډاکټران بیا ځلي هڅه کوي، چې نیسي په هوش راولي، دا ځل هم ډاکټران په هڅو کې پاتې راځي او د نیسي په وجود کې د ژوند هیڅ ډول نښه نه لیدل کېږل.
نیسي بیا ځلي قبر ته وړي او د تل لپاره یې خاورو ته سپاري.
ډاکټران وايي، نیسي له سخت وحشي او وېرونکي حالت سره مخ شوې وه او په داسې حالت کې د دې امکان وي، چې د قلبي ایست سره مخ شوي وي.
دویمه فرضیه دا ده، ښايي نیسي په کاتاپلکس اخته شوي وي، د کاتاپلکسي په حالت کې انسان په ناببره توګه د غړو له ناتوانۍ سره مخ کېږي او بې هوشه کېږي.
ډاکټران وايي، کاتاپلکس د ژړا، خندا، شدیدې وېري او هیجان په حالت کې، د چیغو پر وخت کې انسان ته پیدا کېږي.