په بغلان کې د (خورشید چهار) په عملیاتو کې د طالبانو درانه تلفات

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایيو چې امنیتي ځواکونو د (څلورو لمرونو) په نامه په پوځي عملیاتو کې، چې د بغلان ولایت د ډنډې غوري په نامه سیمه کې دوام لري؛ له څلور ورځو راهیسې په کې د ۷ لوړ پوړو طالب قومندانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالجبار پردلي نن سه شنبې د (اګست په ۱۸مه) رسنیو ته وویل، چې امنیتي ځواکونه د ډنډ غوري په نامه سیمې د پاکولو په حال کې او تر اوسه یې په لسګونو کلي له وسله والو طالبانو پاکې کړې دي.

د پردلي په خبره، تر اوسه په دغو پوځي عملیاتو کې د ملي اردو یو تن وژل شوی دی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو بل خوا وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغو عملیاتو په جریان کې ۴۵ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغو عملیاتو کې ۱۰ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي؛ وژل شوي دي. د (څلورو لمرونو) پوځي عملیاتو د پیلېدلو پر وخت سلګونو کورنیو د وېرې له امله خپل کورونه او مالونه پرېښي وو او د بغلان ولایت نورو ځایونو ته تللي وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام