د کندهار په ځينو امنيتي حوزو کې تورن کسان د مرګ تر پولې شکنجه کيږي

ځينې کندهاریان سلام وطندار ته ویلي، چې د کندهار ولایت په ځينو امنيتي حوزو کې تورن کسانو سره په ډېرې بې رحمۍ چلند کيږي.

دوی وايي، چې هلته عدلي او قضايي څانګې شته، په کار ده، چې که تورن کسان جرم ولري یادې څانګې دې سزا ورکړي، نه دا چي په امنیتي حوزو کې د مرګ تر پولي وټکول شي.

د کندهار ولایت مقام مخې ته راټول شوي خلک زیاته کړې، چې په رڼا ورځ پولیسو د پنجوايي په دوه لاري کې یو دوکاندار د زیاتو وهلو ټکولو وروسته و واژه.

عبدالواحد یو تن اوسېدونکي زياته کړه، له دغه ځوان څخه پولیس غوښتنه کړې، چې" زموږ د امر صاحب په کار يې" په وينا يې، د ورځې پر يوولسو بجو يې بيولې او د ماسپښین پر۳بجې يې د لويې ویالې په اوبو کې جسد موندل شوی.

د دوی په قول، د داسې نورو پېښو هم شاهدان دي او داسې يې هم لیدلي، چې تورن کسان تر میاشتو زیات په یوه او بله پلمه په امنیتي حوزو کې سختې شکنجې کيږي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې دوی هم له دغو اوازو خبر شوي، خو په وينا يې تر اوسه حقیقي نتيجې ته نه دي رسېدلي.

خپلواک په دې اړه به دوی جدي پلټنې وکړي.

دده په خبره زیات خلک کورنۍ او خپلمنځي شخړې هم پر پولیسو تاوانوي، چې دا له واقعیت څخه لرې خبره ده.

دی وايي، چې که چیرې په رښتیا هم پيښه همداسې وه، نو هیڅوک ترقانون لوړ نه دی.

نوموړی وايي، د کندهار پولیس د پخوا په پرتله مسلکي شوي او پر دې پوهیږي، چي له خلکو او تورنو کسانو سره څه ډول چلند وکړي.

 کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر مسؤل انجنیرعبدالقادر نورزي بیا سلام وطندار ته وویل، د افغانستان اساسي قانون د ۵۸ مې مادې پر بنسټ هرافغان، چې بشري حقونه يې نقض شوي وي حق لري، چې خپله ستونزه ورسره شریکه کړي .

نورزی وايي، د ثبوت او اسنادو پر بنسټ د هغو خلکو ږغ پورته کوي، چې بشري حقونه يې ترپښو لاندې شوي وي، خو زیاتوي، چې اوازې دوی ته د منلو وړ نه دي.

هغه له ټولو کسانو وغوښته، چې د بشري حقونو د نقض په صورت کې دوی ته مراجعه کولی شي او دوی به يې پر وخت اقدام وکړي.

یاده دې وي، چې له دې وړاندې ولسمشر غني د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال سره په ارګ کې ژمنه کړې وه، چې په کلک هوډ سره غواړي د افغانستان په زندانونو کې د زندانیانو شکنجه کول پای ته ورسوي.

هغه مهال ولسمشر غني  څرګنده کړې وه، چې د افغانستان په عدلي او قضایي ارګانونوکې د اصلاحاتو راولي او حکومت يې غوڅ تصمیم لري چې د اساسي او رغنده اقداماتو په ترسره کولو سره د هېواد په زندانونو کې شکنجه له منځه یوسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام