د ویسټ انډيز په کوربتوب پیل شوې درېیم پړاو (کربین پریمیرلیګ) ۲۰ اوریز تجارتي کرکټ سیالۍ د ټرینیډا او ټوبیګو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
یادې لوبډلې په فاینل لوبه کې خپله سیاله دفاعي اتله برباډوس ته په ۲۰ منډو توپیرماتې ورکړه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په فاینل لوبه کې (ریډ سټیل ټرینیډا او ټوبیګو) لوبډلې په لومړي وار کولو سره ښکلې لوبه وکړه چې د پاکستاني کامران اکمل د ۶۰ او سویلي افریقایي ډیل پورټ د نیمه سلیزې په مټ یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۸ منډې جوړې کړې.
د هدف ترلاسه کولو په موخه دفاعي اتلې د پخوا په څیر لوبه نندارې ته وړاندې نکړی شوه او په ځوابي لوبه کې په پوره ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۵۸ منډو وتوانیده.
د پای لوبې وروسته کامران اکمل د لوبې او د اتلې لوبډلې (ټرینیډا او ټوبیګو) لوبډلې کپتان ډیون براوو بیا د ټورنامنټ غوره لوبغاړې ونومول شول.
د ویسټ انډیز په کربین پریمیرلیګ کرکټ سیالیو کې د دې هېواد ۶ جزیرو برخه اخیستې وه چې څه باندې یوه میاشت ېې یو بل سره لوبې ترسره کړې.
ډیون براوو په دې لوبو کې د یوه مخکښه ال راونډر په توګه ښکلې بالینګ کړې وو او ۲۸ ویکټې یی ترلاسه کړې وې.
په دې سیالیو کې د جمیکا لوبډلې کپتان کریس ګیل ۱۰ لوبې ترسره کړې او د ټورنامنټ په یواځینۍ سلیزې سره یی له ټولو لوبغاړو زیاتې ۴۳۰ منډې جوړې کړې.
کربین پریمیرلیګ ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوې چې په لومړي پړاو کې د کریس ګیل په کپتانۍ کې جمیکا لوبډلې او په ۲۰۱۴ کال دویم پړاو ټورنامنټ کې په کې د کیرون پولارډ په کپتانۍ کې برباډوس لوبډلې اتلولي ګټلې وه.