د سمیع الله شینواري په مټ له عمانه غچ واخیستل شو

افغانستان د ۲۰ اوریز نړېوال جام په غوراوي سياليو کې د پنځم مقام اخیستلو په موخه نن له عمان سره لوبه وکړه.

چې لومړی توپ وهنه د عمان کرکټ لوبډلې له خوا وشوه او افغانستان ته يې ۱۲۷ منډو هدف وټاکه.

کله چې افغانستان توپ وهنه پېل کړه، نو په لومړېو درېیو اورونو کې يواځې په اوو منډه د افغانستان درې ويکټې لاړې او پر افغانستان يې د فشار دباو (پريشردباو) راوست.

که څه هم لوبه په ټلويزيون نه ښودل کېده، خو د ټولنيزو شبکو له لوري د زياتو خلکو له لوري تعقیب کېده.

افغانانو د اولو اورونو څخه دا و پتيله، چې ګوندې دغه لوبه به هم عمان له لوري ګټل کيږي، خو وروسته بیا د سميع الله شينواري او نجیب ځډران په مټ ډېر پر مخ لاړ.

نجیب ځډران ۴۴ منډې جوړې کړې او سيالۍ يې د ګټې پولې ته ورسوه.

عمان په خپله لومړنۍ لوبه کې افغانستان ته سخته ماتې ورکړه.

چې په دې سره افغانان سخت په غوسه شول او دغه لوبه يې له عمان څخه د غچ اخیستو هدف په نیت کتل.

په دې سره افغانستان په راونو سيالیو کې پنځم مقام خپلولو سره سره به د هندوستان ۲۰۱۶ م ز کال په اوریز نړېوال جام سياليو کې ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام