ولسمشر: د برېښنايي تذکرو پر محتوا به ملي شورا پريکړه وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د برېښنایي تذکرو د پروسې مدیریتي او تخنیکي کمېټو د حقوقي برخې پوهانو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پروسې په حقوقي چوکاټ کار وکړي او د یادې پروسې له پاره دې د فرمان نوعیت وټاکي.

محمد اشرف غني د تذکرې پر محتوا باندې پریکړه د کابینې کار وباله او لارښوونه یې وکړه، چې د ټولې پروسې په اړه نهایي شوې طرحه دې کابینې ته وړاندې شي.

هغه د برېښنايي تذکرو د تخنيکي او حقوقي کمېټو څخه غوښتي، چې د موجودو ننګونو او شرایطو ترڅنګ حل لارې هم وړاندې کړي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن یکشنبه د (جولای ۶) ولسمشر د برېښنايي تذکرو له تخنيکي او حقوقي ټيمونو سره د ليدلو پرمهال زياته کړې، چې دواړه کمېټې دې په ګډه په یوه ځانګړې اداره کې د پروسې د مرکزي کېدلو په اړه خپله طرحه، مهال ویش او حقوقي اړتیاوې په ګوته کړي او واضحه  دې کړي، چې آیا د دې ادارې جوړېدل له امتحاني پروسې سره جوخت او که له هغې ترمخه پیل شي.

همدارنګه غني د دغې پروسې له پاره د مشخص پروګرام او پروژې پر طرحه کېدلو ټینګار وکړ.

محمد اشرف غني د تخنیکي برخې په تړاو د مطرح شویو پوښتنو په اړه د یوې تخنیکي اجماع پر اړتیا ټینګار وکړ او د رامنځته کېدونکي سیستم پایه داري او دوام یې یو اساسي شرط وباله.

له دې وړاندې هم د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د برېښنايي تذکرو وېش، سخته اړتيا بللې وه او ويلي يې وو، چې  په دې برخه کې بايد ژر تر ژره عملي ګاموته واخيستل شي.
 

هغه زیاته کړې وه، چې د برېښنايي تذکرو وېش يو ارزښتناکه کار دى او که چېرې تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې د هېواد په ټولو برخو کې د تذکرو وېش امکان ونه لري نو هيله ده چې په دغه ډګر کې اساسي او عملي ګامونه واخيستل شي.
د برېښنايي تذکرو پر وېش باندې داسې مهال ټينګار کېږي، چې د برېښنايي تذکرو د پروژې له لاسليک څخه څلور کاله تېريږي.

د برېښنايي تذکرو پروژه د کورنيو چارو او مخابراتو وزارتونو یوه ګډه پروژه ده، خو تر اوسه پورې د يادو برېښنايي تذکرو د وېش برخليک نه دى په ډاګه شوى.

له دې وړاندې د بودیجې نه شتون له وجې شاوخوا ۸۰۰ د برېښنايي تذکرې مامورین رخصت شوي هم وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام