افغانستان په کرکټ کې انګلستانۍ لوبډله له ماتې سره مخ کړه

د انګلستان په روان تمریناتي سفر کې افغان کرکټ ملي لوبډله خپله انګلستانۍ سیاله (برمنګهم بیرز) کلب کرکټ لوبډله په ۳۲ منډو له ماتې سره مخ کړه او د لومړۍ ماتې غچ یې واخیست.

په سیالۍ کې د ویکټ ساتوونکي شهزاد محمدي بیټ وچلید او په یواځې ځان یې یواځې په ۴۹ بالونو ناسوځیدلې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

د شهزاد محمدي په سلیزه کې ۱۱ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د پرون ورځې په دویمه تمریني سیالۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه.

د نوموړي په وینا، په سیالۍ کې افغان لوبډلې په لومړي وار کولو سره په پوره ۲۰ اورونو کې د شهزاد محمدي د ۱۰۰ او کپتان اصغرستانکزي د ۴۴ منډو په مټ د ۴ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۹۷ منډی جوړې کړې.

د هوتک په وینا، کوربه (برمنګهم بیرز) لوبډله ددې هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله او په پوره اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو په ۱۶۵ منډو بریالۍ شوه.

د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول زیاته کړه، چې د هدف دفاع په موخه د افغانستان لپاره ورو توپ اچوونکې ښه وځلیدل چې پخواني کپتان نبي عیسی خیل او شرف الدین اشرف دوه دوه خو سمیع الله شینواري، شاپور ځډران او ګلبدین نایب بیا یو یو سیال لوبغاړي وسوځاوه.

له دې وړاندې د تیرې ورځې په لومړۍ تمریني سیالۍ کې افغانستان د (ورویکشایر) دویمې درجې لوبډلې له خوا د یوې په زړه پورې لوبې وروسته په ۴ ویکټو ماتې خوړلې وه.

د یادونې وړ ده، چې دانګلستان تمریني کمپ او سیالیو موخه د روانې میاشتې په ۹ مه نیټه د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیزپړاو سیالیو ته د افغان لوبډلې ښه تیاری ښودل شوی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام